تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو یو ځل بیا پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې کابل کې خپل سفارتونه پرانېزي
طالب مشرانو یو ځل بیا پر نورو هېوادونو غږ کړی، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازۍ بېرته پرانېزي. په همدې تړاو طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې پرون د بهرنیو ډېپلوماټانو او سیاسي استازو لپاره یوه مېلمستیا جوړه کړې وه.
اوسمهال په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي، خو د طالبانو حکومت چا په رسمیت لا نه دی پېژندلی.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو بهرنیو چارو وزرات له لوري له بهرنیو دیپلوماتانو سره داسې یوه ناسته لیدل کېږي.
دا ناسته تر ډېره بریده د مېلمستیا او پېژندګلوۍ په بڼه وه.
د طالبانو بهرنیو چارو چار سبمالي وزیر امیر خان متقي وویل، د بدلون موده کې دوی له بهرنیو استازو سره مسوولانه چلن کړی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم دې غونډه کې وینا وکړه، چې دا وروستیو کې په غونډو کې ډېر نه دی لیدل شوی.
هغه وویل، له ټولو هېوادونو غواړي چې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ پرانیزي.
په داسې حال کې چې تر اوسه د طالبانو حکومت هیچا په رسمیت نه دی پېژندلی د پاکستان، چین او قطر استازي کابل ته سفرونه کوي او له طالب چارواکو سره لیدنې کوي.
پرون د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د قطر له ''دوستو هېوادونو '' وغوښتل چې د طالبانو په کنټرول کې افغانستان یوې څنډې ته ''ګوښی '' نه کړي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق القحطاني کابل کې له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته وویل:
''نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ګډ کار وکړي، دوی مخکې له یو غیر دولتي لوري سره هوکړه وکړه، خو اوس چې په واک کې دي، سترګې پرې نه شي پټېدای. ''
طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته هم د وینا غوښتنه وکړه، د دغه سازمان لپاره یې د افغانستان دایمي استازي په توګه د قطر دفتر غړی سهیل شاهین هم ونوماوه، خو په هغه غونډه کې هم د افغانستان په استازولۍ چا خبرې و نه کړې.
نړیوالې ټولنې په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د یو ټولشموله حکومت رامنځته کولو لپاره طالبانو ته شرطونه ایښي دي.