تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: هلمند کې د ږيرې نه خرېلو اعلاميه له رسمي ادرسه نه ده خپره شوې
طالبان وايي هغه خبرتیا چې هلمند ولایت کې دامر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په نوم خپره شوې له رسمي ادرسه نه ده او نه یې د خپرولو لپاره اجازه اخيستل شوې ده.
په یوه خبرتیا کې چې ظاهرا د هلمند ولایت د دعوت ارشار، جلب او جذب کمیسیون له خوا خپره شوې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې د سلمانیانو مالکانو ته خبر داری ورکړل شوی چې له دې وروسته دې د خلکو ږیرې نه خریيي، او نه دې په سلمانیو کې سندرې غږوي.
خبرتیا کې کوتڅنډنه شوې چې که له دې سپارښتنو چا سرغړونه وکړه نو په وینا یې د شرعي اصولو له مخې به ورسره چلن کیږي او د شکایت حق هم نه لري.
په دې خبرتیا کې چې پر خواله رسنیو لاس په لاس کیږي دوه تنو لاسلیک کړی. دواړه کسان د هلمند د دعوت ، ارشاد ، جلب او جذب او امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسؤولینو په توګه یاد شوي دي.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال او ویاند احمدالله وثیق هم د دې خبرتیا انځور پر ټویټر خپور کړي او ویلي یې دي چې دا خبرتیا له رسمي ادرسه نه ده خپره شوې.
ښاغلي وثيق په دې اړه بي بي سي ته وویل: "کومه خبرتيا چې دعوت ارشاد امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته منسوب شوې په اړه يې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسولين وايي خبرتيا له رسمي ادرته نه ده نشر شوې او نه هم د خبرتيا په نشر کې اجازه اخيستل شوې ده".
خو په پلازمینه کابل کې هم د ځینو سلمانیو مالکانو ویلي چې دوی ته ورته امرونه او ګوت څنډنې شوي دي. کابل کې یوه سلمان ویلي وسله وال د دوی صالونونو ته ورځي او د خلکو د ږیرو له لنډولو یې منع کوي.
دی وايي ورته ویل شوي چې پټ څارونکي هم ور استولی شي چې دوی د سرغړونې په صورت کې ونیسي.
د سلمانۍ د یوه بل لوی صالون مالک ویلي په ټیلیفون کې یوه کس چې ځان یې حکومتي چارواکي معرفي کاوه دوی ته امر کړی چې د خلکو د ږیرو له خریو او یا لنډولو دې ډډه وکړي او د امریکایانو رواجونه دې نه کوي.
د هرات ښار یوه سلمان ویلي ده ته د ږیرو خریلو نه دي ویل شوي خو ده له دې کار لاس اخستی، ځکه د ده په وینا خلک نه غواړي ږیري وخریي.
دی وايي خلک نه غواړي چې پر لارو او کوڅو کې د طالبانو هدف وګرځي بلکې غواړي ځانونه د دوی په څېر کړي تر څوله دوی سره ګډ شي.
طالبانو وړمه ورځ هرات کې د هغو څلورو تنو جسدونه په عام محضر کې ځورنډ کړل چې دوی ویلي انسان تښتوونکي وو او له طالبانو سره نښته کې ووژل شول.
که څه هم طالبانو د نرم چلن او په خپل چلن کې د بدلون خبره کړې ده، خو په دې وروستیو کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دا ډول سختو اقداماتو او د وژنو ځینې پېښو اندېښنې رامنځته کړې دي.
دې اندېښنو وروسته له هغه زور واخیست چې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال د عدلې وزیر او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مشر ملا نور الدین ترابي چې اوس د زندانونو مشر دی په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سختو سزاګانو ورکول لکه قصاص او د بدن غړو غوځول اړینې سزا ګانې دي.
نوموړي ویلي د طالبانو وزیران اوس په دې هکله بحث کوي چې ایا دغه سزاګانې به عام محضر کې ورکول کېږي او که نه او په وینا یې دوی به په دې تړاو "یوه پالیسي" جوړه کړي.