تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو هرات کې په '' سړي تښتونې د تورنو څلور کسانو مړي'' په څلور لارې کې راځوړند کړي
طالبانو د هرات په مرکزي څلور لارې کې د هغو څلورو کسانو مړي ځوړند کړي، چې په ''سړي تښتونه '' تورن وو.
افغان رسنو په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه کسان لومړی له طالبانو سره نښته کې وژل شوي او له هغه وروسته یې طالبانو مړي په عام محضر کې ځوړند کړي دي.
د هرات مرستیال والي مولوي شیر احمد عمار رسنیو ته ویلي، وژل شوي کسان سړي تښتونکي وو، چې له طالبانو سره په جګړه کې نن وژل شوي دي. ښاغلی عمار وايي، نښته کې یو طالب سرتېری ټپي شوی دی. د نوموړي په وینا ''موږ د نورو سړي تښتوونکو د خبرداري لپاره د دوی مړي د هرات په څلور لارو کې ځوړند کړل. ''
عیني شاهدان وايي، دغه مړي په مستوفیت څلور لارې، ګلان، ملک دروازه او عراق دروازه سیمو کې ځوړند کړل شوي وو.
د افغانستان یوه شخصي ټلویزیون طلوع په خپل رپوټ کې د ځايي طالب چارواکو له قوله ویلي، چې دې کسانو ''یو سوداګر او د هغه زوی تښتولي وو '' او د هغو له کورنۍ یې د پیسو غوښتنه کوله.
د طالبانو له لوري د بې محاکمې وژنو په هکله په خواله رسنیو کې غبرګونونه څرګند شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د زندانونو چارو مشر ملا نورالدین ترابي له ایسوشیټيډ پریس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د اعدام او بدن غړو پرې کولو په څېر سختې سزا ګانې ''د امنیت لپاره اړینې دي. ''
نوموړی زیاتوي د طالبانو کابینه په عام محضر کې د دغه ډول سزاګانو عملي کولو په هکله بحثونه کوي او ''یوه پالیسي به چمتو کړي. ''
بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د طالبانو له لوري د سختو سزاګانو بیا پیلولو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته د طالبانو دا څرګندونې ''په سختو ټکو '' غندلې دي.
د طالبانو یوه ویاند پرون له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی په دې هکله تر اوسه غور کوي او ''اسلامي امارت '' به په دې هکله پرېکړه کوي.
.