طالبانو د برهان الدين رباني د وژنې پر تلین له ښوونې او روزنې پوهنتون د هغه نوم لېرې کړ

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت لخوا رسنيو ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم بېرته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته اړول شوی دی.

طالبان دا پرېکړه داسې مهال اعلانوي چې همدا نن د سپټمبر ۲۰ مه نېټه د جمعيت اسلامي ګوند د پخواني مشر برهان الدين رباني د وژني لسمه کليز هم وه.

برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ کال سپټمبر پر ۲۰ مه نېټه کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او هغه مهال يې مسووليت طالبانو پر غاړه واخیست. دا بريد هغه کس وکړ چې د طالبانو له خوا د سولې د استازي په نوم د برهان الدين رباني ليدلو ته کابل ته راغلی و. ښاغلی رباني هغه وخت د سولې عالي شورا مشري کوله.

د طالبانو د لوړو زدکړو چارسمبالي وزير مولوي عبدالباقي حقاني لخوا په دې استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې "پوهنتونونه او تعلیمي ادراې بايد له هر ډول سياسي لاسوهنې خوندي وساتل شي".

خبرپاڼه زياتوي "تعليمي ادارې بايد د اسلامي، علمي، مسلکي معيارونو مطابق خپلې چارې پر مخ بوځي. خو له بدمرغه د تېر شل کلن اشغال تر سيوري لاندې هر ډول حزبي، قومي، سمتي او ژبني تبعیض ته زمينه برابره شوې وه چې ښه بېلګه يې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نامه بدلول وو".

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د ښځو چارو وزارت لوحه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته واړوله چې پر ټولنيزو رسنيو د يو شمېر غبرګونونو سره هم مخ شول.

د ښاغلي رباني د جنازې پر ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي نوموړی د "سولې شهيد" په نامه ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې قاتلين به يې پيدا کوي. ښاغلي کرزي په خپل يوه فرمان کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ته بدل کړ.

برهان الدين رباني د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند مشر او په افغانستان کې د اسلامي غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه و.

د مصر په قاهر کې د خپلو اسلامي زدکړو له بشپړولو وروسته نوموړی په ۱۹۶۰ لسیزه کې کابل ته راستون شو او د هغه وخت د پاچا محمد ظاهر شا د "سېکولرو اصلاحاتو" مخالفت يې پیل کړ.

ښاغلی رباني په ۱۹۴۰ کال د افغانستان ختيځ بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد کې زيږېدلی و.

نوموړی په ۱۹۹۲ کال کې د افغان مجاهدینو له بریا وروسته د افغانستان ولسمشر شو، خو په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو له واکه وپرځولو. پنځه کاله وروسته افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتلو سره نوموړي واک موقت ولسمشر حامد کرزي ته وسپارلو.