تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شننه: د طالبانو واکمني او د افغانستان راتلونکې کې د چین رول
- Author, جان سېمپسن
- دنده, د نړيوالو چارو مدير
په تاریخي توګه د خیبر دره د بریدګرو لپاره یوه مشهوره لاره ده، چې له افغانستانه تر پېښور پورې غځېدلې پرته ده. درې زره کلونو پورې بېلا بېلو پوځونو دغه ډبرینه لار وهلې او په لوړو ژورو کې یې دېره شوي دي.
د دې لارې اوږدو کې اوس هم د بریتانوي او هندي پوځونو د تګ راتګ او مېشت کېدو نښې نښانې شته، چې په احتیاط سره خوندي ساتل شوې دي.
د لارې له شاوخوا غونډیو پښتنو قبایلو له دې لارې تېرېدونکي پوځیان داسې کره - کره په نښه کول چې د حیرانۍ خبره ده.
اوس پر دې لار د افغانستان له کروندو ترلاسه شوي محصولات په لاریو کې تېرېږي چې کله نا کله سړي او یا زلمي هلکان هم ورپورې ځوړند لیدل کېږي. له لارې لږ هاخوا سپین ږیري سړي هم لیدل کېږي چې قاچاقي توکي پر اوږو لېږدوي او د درانه بار یې ملاوې کړوپې کړې وي.
د وېرې او بیړې فضا
خیبر دره پر ډېورنډ کرښه تورخم کې پای ته رسېږي. څو کاله مخکې پاکستاني چارواکو د دې بڼه په ظاهري توګه له یوه مخه بدله کړه.
اوس د مخکې پرتله منتظر خلک زیات منظم ښکاري، خو په چاپېریال کې یو ډول بیړه او وېره له ورایه ښکاري، ځکه خلک غواړي د افغانستان له نویو واکمنو یانې طالبانو وتښتي.
د پاکستان له لوري ښکاري چې دا خلک په سره غرمه کې ولاړ دي، سفري اسناد یې په لاسونو کې دي او له چارواکو پاکستان ته د ننوتو اجازه غواړي. خو دلته یوازې هغو کسانو ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي، چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.
د خلکو اوږد کتار چې پر ګرځنده څوکیو ناست کسان هم پکې ښکاري، سوکه - سوکه له بېلا بېلو امنیتي پوستو تېرېږي. د تګ راتګ په دروازه کې پاکستاني پوځیان هغو طالب ساتونکو ته مخامخ ولاړ دي، چې ګډوډ یونیفورم یې اغوستي دي.
طالبانو له ما سره خبرو کې کومه ستونزه نه درلوده. له یوه مې وپوښتل چې ولې د افغانستان درې رنګه بیرغ په دروازه کې نه ښکاري او ولې د طالبانو سپین بیرغ یې پر ځای ولاړ دی.
طالب ساتونکي په ویاړ سره ځواب راکړ: "زموږ هېواد اوس اسلامي امارت دی او د ټول هېواد لپاره دا مناسب بیرغ دی".
کله نا کله د دې ځای وضعیت تاوتریخجن هم ښکاري، خو معمولاً پاکستاني او طالبان پوله ساتونکي له دښمنۍ پرته فعالیت کوي، خو نه شي ویل کېدای چې د دوی ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکي شته او که نه.
ډېری افغانان په خپل هېواد کې د طالبانو د بریا تور پر پاکستان پورې کوي. دوی په دې باور دي چې پاکستان او بیا په ځانګړې توګه د دې هېواد پوځي استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د طالبانو تحریک رامنځته کړ او وده یې ورکړه.
د چین قوت او رول
بل لور په ۲۰۱۸ کال د عمران خان له واکمنېدو وروسته پاکستان له طالبانو سره د پخوا په څېر تودې اړیکې نه لري او په اغېز کې یې هم پاموړ کموالی راغلی.
په نړۍ کې د ډېری حکومتونو لپاره له طالبانو سره اړیکي پالل د شرم موضوع ده.
که څه هم دا سخت دریځه ډله له سعودي عرب او ځینې نورو خلیجي هېوادونو سره اړیکي لري، خو دا اړیکې ډېرې تودې نه دي.
یوازینی هېواد چې له طالبانو سره نژدې اړیکي لري هغه چین دی، او چین دې لړ کې هېڅ تردد نه دی څرګند کړی.
د افغانستان اقتصاد د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په څېر مخ پر ځوړ دی او ډېری افغانان له هېواده د تېښتې په حال کې دي.
د افغانستان چارو پرمختګ لپاره به د چین اقتصادي مرستې ته اړتیا وي او له همدې کبله به بیجینګ تر کافي بریده د طالبانو پر پالیسیو کنټرول ولري.
موږ باوري یو چې طالبان به د اویغور مسلمانانو په موضوع کې هم چین و نه ننګوي.
واک ته د طالبانو رسېدل بیا د امریکا، بریتانیا، جرمني، فرانسې یا هغو نورو هېوادونو لپاره چې تېرو شلو کلونو کې یې د افغانستان بیا رغاونه کې مرسته کړې، د زیان په مانا ده.
د افغانستان په هکله د هند پالیسي هم له همدې کبله په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې. هند په افغانستان کې خورا ډېره پانګونه کړې او مسلکي خدمتونه یې وړاندې کړي، چې له کبله یې د افغانستان مخکینیو حکومتونو کې کافي اغېز هم درلود، خو اوس دا هر څه له منځه تللي.
د طالبانو مخکینۍ واکمني په ټوله نړۍ کې رټل شوې وه او تر ۲۰۰۱ کال پورې وضعیت داسې برید ته رسېدلی و چې د نفتو لپاره هم پیسې پاتې نه وې.
هغه مهال برېښنا په نشت حساب وه، د شپې به په کورونو او لارو کوڅو کې تیاره او خاموشي وه او د ورځې به خلک د طالبانو کوتکوالو له ډاره په کورونو کې پاتې کېدل.
د جنراتور درلودلو وس هم د چا نه کېده او څه نا څه موټر چې وو، د تېلو نشتوالي له کبله ځای پر ځای ولاړ وو.
پوښتنه دا ده چې ایا په افغانستان کې به یو ځل بیا هماغه د طالبانو د تېرې واکمنۍ په څېر حالت راځي او که څنګه.
اوس یو توپیر د چین له کبله راتلای شي. که بیجینګ پرېکړه وکړي چې د طالبانو له کبله په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ګټه کولای شي، دوی به طالبان پخواني حالت ته له تلو وژغوري او که داسې و نه شي، طالبان به ګوښي پاتې شي.