عمران خان: افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړولو په تړاو مې طالبانو سره خبرې پیل کړې دي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي،‌ طالبانو سره یې افغانستان کې د یو داسې ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې پیل کړې دي‌ چې تاجکان، ازبکان او هزاره هم پکې شامل وي.‌

عمران نن شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا خبرې اترې یې دوشنبه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنو وروسته پیل کړې دي.

نوموړی وایي، په دې لړ کې یې په ځانګړې توګه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره اوږدې خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړی وزیر وایي، دا ټولشموله حکومت به له څلوېښت کلنې جګړې وروسته افغانستان کې د سولې او ثبات ضمانت شي.‌

د نوموړي په وینا، سوله او ثبات نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده.

عمران خان دا وضاحت نه دی کړی چې دا خبرې اترې کله پیل شوې دي او د طالبانو له کومو مشرانو سره غږېدلی.‌

د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم له پیله پر طالبانو غږ کړی چې یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.‌

یاده دې وي چې د پخواني نظام ځینې چارواکي او د یو شمېر افغان سیاسي مشران، چې تر ډېره د طالبانو مخالف پاتې شوي، دا مهال په پاکستان کې دي.‌

په دوی کې یونس قانوني،‌ احمد ضیا مسعود، صلاح الدین رباني، میر رحمان رحماني او ځینې نور شامل دي.‌

دا کسان تېره اګست میاشت کې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د پاکستان هوایي‌ شرکت په یوه ځانګړې الوتکه کې اسلام اباد ته لېږدول شوي وو.

پاکستاني چارواکو هغه مهال ویل ویلي وو، له دې کسانو سره د افغانستان پر راتلونکي سیاسي نظام او نورو موضوعاتو خبرې کوي.

طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر کابل ولکه وکړه او تېره اوونۍ یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ.

خو پر دې حکومت له دې کبله په کور دننه او په نړیواله کچه نیوې کېږي چې ټولشموله نه دی او ښځو او لږکیو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو د سرپرستې کابینې ډېری وزیران د طالبانو مشران یا دې ډلې ته نږدې کسان دي.‌

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه بي بي سي سره مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اوسنۍ کابینه او حکومت سرپرست حیثیت لري او بدلونونه پکې راتلی شي.‌

ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم بیا بیا ویلي چې طالبان سره د مرستو او یا هم د دې ډلې په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه لري.

په دې لړ کې د یو ټولشموله حکومت جوړول او ښځو ته د کار اجازه ورکول یو مهم شرط دی.

طالبان بیا وایي، د نړیوالو د مرستو مننه کوي،‌ خو په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.‌