د افغانستان لپاره د پیسو نړیوال صندوق بودیجه ځنډېدلې؛ بانکونو کې د نغدو ډالرو کموالي شکایتونه شوي

ڈالر

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زېرمه په کمېدو ده او که طالبان حکومت نغد ډالر ور نه کړي، ښايي د دې هېواد بانکونه اړ شي چې دروازې وتړي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د بانکدارۍ اړوند درې کارپوهان وايي، د نغدو پیسو کموالي له کبله د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد نور هم کمزوری کېدای شي.

د افغانستان اقتصاد له مخکې پر هغو نغدو ډالرو تکیه درلوده، چې د مرستو په بڼه د افغانستان بانک ته له بهره راتلل او له هغه ځایه بازار ته وړاندې کېدل.

پر پلازمېنه کابل د طالبانو له ولکې وروسته د بانکي چارو ماهرینو په اند د نغدو ډالرو کمی، د اړتیا وړ توکو د بیو لوړېدو لامل کېدای شي او دغه راز پر وارداتو هم ناوړه اغېز کولای شي.

په افغانستان کې د نغدو پیسو کموالي موضوع له څو اونیو راهیسې ستونزې راپیدا کړې او د رپوټونو له مخې، دا وروستیو ورځو کې د افغانستان بانکونو مسوولینو په تکرار سره په دې هکله خپلې اندېښنې له افغانستان بانک سره شریکې کړې دي. بل لور

د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې ادارې بودیجه تر اوسه ځنډېدلې او په وینا یې تر څو پورې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې په تړاو ګډ دریځ نه وي غوره کړی، له دغه هېواد سره مخامخ اړېکي بیا نه شي ټینګولی.

د دې ادارې ویاند ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته سخت اندېښمن دي او د طالبانو لخوا یې د افغانستان له لاندې کولو را وروسته په دغه هېواد کې د بشري کړکېچ د ژورېدو د شونتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي، چې د اوس لپاره باید پر دې تمرکز وشي، چې له بهره افغانستان ته د پیسو د کوچنۍ کچې حوالو ته اجازه ورکړ شي او له هغو هېوادو سره دې مالي لاسنیوی وشي چې افغان کډوال ورغلي دي.