ګوتیریش: دا ګومان ناسم دی چې ملګري ملتونه به د افغانستان ټولې ستونزې حل کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وايي، یاد سازمان نشيکولی چې افغانستان کې ټولې ستونزې په یوازې سر حل کړي.
ښاغلي ګوتیریش چارشنبه رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، داسې حال کې چې نړیواله ټولنې له خپل ټول ځواک او سرچینو سره ونه توانېده چې تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان کشاله حل کړي، نو له ملګرو ملتونو داسې تمه کول هم یو 'خوب او خیال' دی.
نوموړي وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د منځګړیتوب ډېره وړتیا هم نه لري.
ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزه پیل شي، او افغانستان کې اوسنی بحران به د سږنۍ غونډې مهمه موضوع وي.
ملګرو ملتونو تېره دوشنبه په جنیوا کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولو نړیواله غونډه وکړه.
نړیوالې ټولنې په دې غونډه کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده.
انتونیو ګوتیریش ټینګار کوي چې افغانستان دا مهال له یو بشري ناورین سره مخ دی او ملګري ملتونه به یې د مخنیوي لپاره هر هغه څه کوي چې په وس کې یې دي.
په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د دې ادارې مشرې ډبورا لاینز چارشنبه کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

د عکس سرچینه، UNAMA/BBC
دې کتنه کې د امنیت برخه کې د ملګرو متلونو د عمومي سرمنشي استازې هم ګډون کړی دی.
د ملګرو ملتونو د دې دواړو استازو د پنجشنبې پر سهار د طالبانو د استخباراتو برخې مشر عبدالحق وثیق سره هم کتلي دي.
یوناما له سراج الدین حقاني سره د کتنې په تړاو لنډه اعلامیه کې ویلي، پر طالب چارواکو ټینګار وشو چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو کارکوونکي باید اجازه ولري چې په ازاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي.
طالب ویاندویانو په دې اړه پر خپلو ټوېټر پاڼو لیکلي، سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د کارکوونکو دامنیت او ازاد فعالیت په اړه د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړی.









