د یوناما مشره د طالبانو امنیتي چارواکو سره پر امنیت او بشري مرستو غږېدلې

یوناما

د عکس سرچینه، UNAMA/BBC

د عکس تشریح، د یوناما مشرې چارشنبه او پنجشنبه طالب چارواکو سره کتلي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي،‌ د دې ادارې مشرې ډبورا لاینز چارشنبه کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي. دې کتنه کې د امنیت برخه کې د ملګرو متلونو د عمومي سرمنشي استازې هم ګډون کړی دی.‌

د ملګرو ملتونو د دې دواړو استازو د پنجشنبې پر سهار د طالبانو د استخباراتو برخې مشر عبدالحق وثیق سره هم کتلي‌ دي.‌

یوناما له سراج الدین حقاني سره د کتنې په تړاو لنډه اعلامیه کې ویلي،‌ پر طالب چارواکو ټینګار وشو چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو کارکوونکي باید اجازه ولري چې په ازاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي.

طالب ویاندویانو په دې اړه پر خپلو ټوېټر پاڼو لیکلي، سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د کارکوونکو دامنیت او ازاد فعالیت په اړه د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړی. ‌

دا لومړی ځل دی چې سراج الدین حقاني،‌ چې د طالبانو یو مهم مشر دی،‌ د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توګه د ملګرو ملتونو له استازو سره کتنه کوي.‌

یاده دې وي چې د سراج الدین حقاني لا هم امریکایي استخباراتو ته د مطلوبو کسانو او همدا راز د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دی.‌

یوناما وایي،‌ له نوموړي سره کتنه کې د خپلمنخي باور فضا جوړولو په اړه،‌ او افغانستان کې د شته ننګونو پر وړاندې پر همکارۍ هم خبرې وشوې.‌

د ملګرو ملتونو استازو همدا راز پر طالب چارواکو ټینګار کړی چې باید په ټپه درېدلی اقتصاد بیا روان شي،‌ ملکي‌ مامورین او روغتیایي کارکوونکي باید معاشونه ترلاسه کړي او سختو اړمنو کسانو ته باید خواړه او درمل ورسېږي.

UN Secretary General Guterres
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، که طالبان مناسبه فضا جوړه کړي نو دوی به افغانستان کې خپل فعالیت روان وساتي

یوناما همدا راز په افغانستان کې داعش ډلې د فعالیت او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امنیت په اړه خپلې اندېښنې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره هم شریکې کړې دي.‌

یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنې کابل ولکه وکړه او تېره اوونۍ یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړی.‌

خو په ورته مهال ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی او دوه ورځې وړاندې یې افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره جنیوا کې څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته راټوله کړه.‌

سرمنشي انټونیو ګوتیریش تېره اوونۍ ویلي،‌ طالبان د ملګرو ملتونو مرستو ته اړتیا لري، خو باید ځینې شرطونه هم ومني.‌

نوموړي په ځانګړې توګه ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو د اجازې یادونه کړې وه.‌

بل لور ته طالبانو د نړیوالو د مرستو مننه کړې، خو د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې ویلي وو، د مرستو په بدل کې خپلو کورنیو چارو کې د نړیوالو لاسوهنه نه مني.‌