امنیت شورا: طالبان باید له هېواده د خلکو وتلو مخنیوي نه کولو پر ژمنه ودرېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې له طالبانو غوښتل شوي، له هېواده د خلکو وتلو مخینوي نه کولو لړ کې باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

پرېکړه لیک کې دغه راز راغلي چې باید د افغانستان خاوره د هېڅ یوه بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره و نه کارول شي.

دغه پرېکړه لیک چې د چین او روسیې دوو ممتنع رایو مقابل کې په ۱۳ تایید رایو تصویب شو، په کابل هوايي ډګر کې د امن سیمې رامنځته کولو لپاره د فرانسې وړاندیز ته پکې اشاره نه ده شوې.

د دې پر ځای په پرېکړه لیک کې د طالبانو اګست ۲۷ مې څرګندونو ته اشاره شوې چې ژمنه پکې شوې، راتلونکي کې به هر افغان وکولای شي، له ځمکنيو او هوايي لارو بهر ته سفر وکړي.

د امنیت شورا دغه راز کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش ډلې وروستی برید وغانده. په دې پرېکړه لیک کې ویل شوي:

''د افغانستان خاورې دې د هېڅ بل هېواد پر ضد د برید، یا ګواښ یا ترهګرو د روزنې، پلان جوړونې، مالي مرستو یا ترهګریزو اقداماتو لپاره نه کارول کېږي. ''

په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو پر حقونو ټینګار شوی او ټول لوري هڅول شوي چې د خبرو له لارې د ښځو له پاموړ ګډون سره د سیاسي پراخ حل لپاره لارې چارې ولټوي.

له دې مخکې پرون د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، فرانسه، بریتانیا او جرمني د امنیت شورا لپاره په کابل کې د "سوله ییزې سیمې" پرېکړه لیک وړاندیز د دې لپاره چمتو کوي چې له اګست میاشتې وروسته هم د هغو خلکو لپاره یوه خوندي لار پاتې وي چې له افغانستانه وتل غواړي. نوموړي وویل:

''هغه څه چې موږ وړاندیز کړي او غواړو له بریتانیا او جرمني سره یې په شریکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړو، داسې یو حل لاره ده چې مخکینو عملیاتو کې هم ترې کار اخیستل شوی او دې کې داسې یوه سیمه انتخابول شامل دي، چې له همدې لارې خلکو ته تر هوايي ډګر پورې د لاسرسي امکان رامنځته کوي. ''

ښاغلي مکرون هغې پوښتنې ته ځواب کې چې ایا طالبان به دا طرح ومني وویل د پایلې په هکله به څه ویل له وخته مخکې خبره وي، خو په وینا یې دا په تعقیب ارزي.

ښاغلي مکرون زیاته کړه: ''له طالبانو سره خبرې په دې مانا نه دي چې ګواکې فرانسه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني. ''

ښاغلی مکرون دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې بریتانیا حکومت ویلي، دوی ډاډه نه دي چې طالبان به په شرایطو برابرو کسانو ته په سوله ییز ډول له هېواده د وتلو اجازې ورکولو ژمنه عملي کړي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر مرستیال جیمز کلورلي بي بي سي ته وویل، لندن چمتو دی پر دې موضوع له طالبانو سره خبرې وکړي، خو په خبره یې هغو کسانو ته ''پرېکنده تضمین '' نه شي ورکولای چې د خلکو ایستلو له بهیره پاتې شوي دي.

له دې مخکې قطر کې د طالبانو سیاسي دفترغړي شېر محمد ستانکزي ویلي، چې د اګست ۳۱ مې له ضرب الاجل وروسته به هم هغه کسان له هېواده د وتلو اجازه ولري چې مناسب او قانوني اسناد ولري.

ښاغلي ستانکزي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې یوه وینا کې وویل:

''هغه هېوادوال چې غواړي بهر ته سفر وکړي، د امریکايي او ناټو پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د سمو قانوني اسنادو پر مټ هر وخت چې وغواړي له افغانستانه بهر او له بهره افغانستان ته سفر کولای شي. ''

د اګست له ۱۴ مې راهیسې د دې هوايي ډګر له لارې تر ۱۰۰ زره ډېر بهرنیان او افغانان له افغانستانه ایستل شوي دي.

تېره اونۍ هوايي ډګر ته څېرمه له دوو خونړیو چاودنو وروسته د الوتنو بهیر سوکه شوی او د بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو د خلکو ایستلو عملیات پای ته رسولي دي.