تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایی پوځ: پر کابل هوایي ډګر توغول شوي راکټونه مو شنډ کړي
د امریکا پوځي چارواکي وایي، د دوشنبې سهار د دوی دفاعي رادار سیستم هغه راکټونه شنډ کړي چې د کابل هوایی ډګر پر لور توغول شوي وو.
دوی وایي، لږ تر لږ پنځه راکټه د هوایي ډګر پر لور توغول شوي وو، خو هدف ته تر رسېدو مخکې شنډ کړل شول.
چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، لا داسې کوم رپوټ نشته چې دې پېښه کې دې امریکایي پوځیانو ته کومه مرګژوبله اوښتې وي.
افغانستان کې داعش-خراسان وسلواله ډله وايي، دوی د دوشنبې پر ورځ د افغان پلازمېنې کابل پر هوايي ډګر توغندیز برید کړی.
یادې ډلې پر خواله رسنیو ادعا کړې چې دا یو 'بریالی' برید و، خو چارواکي وايي، ټول پنځه توغندي هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې شنډ شوي دي.
امریکا متحده ایالتونو له کابل هوايي ډګره د دې هېواد ځواکونو وتلو له وروستۍ نېټې 'اګست ۳۱ مې' مخکې د داعش ډلې احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.
داعش ډلې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د پنجشنبې ورځې خونړي برید مسوولیت هم منلی و، چې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.
په افغانستان کې داعش ډلې ویلي، دا توغندیز برید دوی کړی دی. یادې ډلې پر خواله رسنیو ادعا کړې چې دا یو ''بریالی '' برید و، خو چارواکي وايي، توغندي هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شوي دي.
امریکايي ځواکونو له کابل هوايي ډګره د وتلو له وروستۍ نېټې ۳۱ اګست مخکې د داعش ډلې اختمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د راکټونو له شنډېدو وروسته د دوی پر کورونو اوسپنیزې چرې ور لوېدلې دي.
افغان رسنۍ وایي، راکټونه د یو موټر شاتنۍ برخه کې له لانچر نه توغول شوي وو.
په ورته مهال سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر بایډن ته د دې تازه برید په اړه حال ورکړل شوی، خو دکابل هوایي ډګر له لارې د وګړو د ایستلو بهیر به دوام ولري.
۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۰ کسان ایستل شوي
بل لور ته سپینې ماڼۍ د دوشنبې پر ورځ وویل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره ټاکل شوې اګست ۳۱ مې له ضرب الاجل مخکې له د یکشنبې پر ورځ د کابل له حامد کرزي هوايي ډګره ۱۲۰۰ کسان بهر ته لېږدول شوي دي.
دا شمېر له دې مخکې ۲۴ ساعتونو کې د ایستل شویو کسانو نیمايي شمېر دی. امریکايي ځواکونو د سې شنبې ورځې له وروستۍ نېټې مخکې د الوتنو شمېر لږ کړی دی.
د اګست له ۱۴ مې نېټې راهیسې تر اوسه پورې نژدې ۱۲۰ زره افغانان او بهرني وګړي د کابل حامد کرزي هوايي ډګر له لارې له دې هېواده وتلي دي.
د بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له مخکې خپل پوځيان له افغانستانه ایستلي او د ملکي خلکو ایستلو لړۍ یې پای ته رسولې ده.
بل لور د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي، د هېواد چارواکي یې له افغانستانه د زرګونو ملکي خلکو ایستلو هڅې کوي.
د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د ازبکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د یکشنبې پر ورځ د دې لپاره سفر کړی، چې د افغانستان پولې ته رسېدونکو خلکو سره جرمني ته رسېدو کې د مرستې هڅه وکړي.
ازبکستان کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، دا یو سخت هدف دی، چې په وینا یې د طالبانو تضمین هم پکې شامل دی. تېره اونۍ کابل کې له بمي چاودنو وروسته ښاغلي ماس وویل، باید په کابل کې د ډېرو خلکو له یو ځای کېدو ډډه وشي.