تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني له افغانستانه د زرګونو خلکو وتلو هڅو کې مرسته کوي
د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي، د هېواد چارواکي یې له افغانستانه د زرګونو ملکي خلکو ایستلو هڅې کوي. د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د ازبکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د یکشنبې پر ورځ د دې لپاره سفر کړی، چې د افغانستان پولې ته رسېدونکو خلکو سره جرمني ته رسېدو کې د مرستې هڅه وکړي.
ازبکستان کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، دا یو سخت هدف دی، چې په وینا یې د طالبانو تضمین هم پکې شامل دی. تېره اونۍ کابل کې له بمي چاودنو وروسته ښاغلي ماس وویل، باید په کابل کې د ډېرو خلکو له یو ځای کېدو ډډه وشي.
خو نوموړی وايي، یوازې له هغو کسانو سره به مرسته کېږي، چې جرمني ته د تګ اجازه ولري.
د اې ار ډي ټلویزیون یوه رپوټ کې ویل شوي د داسې ۱۰ زره کسانو نوملړ چمتو شوی، چې جرمني ته د تلو اجازه لري.
دې کې هغه کسان دي چې له جرمني ځواکونو یا حکومت سره یې همکاري درلوده، خو د بشري حقونو فعالانو په څېر کسان هم پکې شته.
په رپوټ کې ویل شوي، د دې کسانو د کورنیو په ګډون کېدای شي د ټولو کسانو شمېر تر څلور زره تنو پورې ورسېږي.
د پنجشنبې پر ورځ جرمني له کابله د خلکو ایستلو عملیات پای ته ورسول. دوی له ۵۳۰۰ ډېر کسان له افغانستانه بهر ته ولېږدول چې ډېری یې افغانان وو.
د اګست له ۱۴ مې راهیسې د دې هوايي ډګر له لارې تر ۱۰۰ زره ډېر بهرنیان او افغانان له افغانستانه ایستل شوي دي.
تېره اونۍ هوايي ډګر ته څېرمه له دوو خونړیو چاودنو وروسته د الوتنو بهیر سوکه شوی او د بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو د خلکو ایستلو عملیات پای ته رسولي دي.