اردوګان: د کابل هوايي ډګر په هکله له طالبانو سره مخامخ خبرې کوو

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوګان وايي، ترک چارواکي د روانې میاشتې پای کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل هوايي ډګر چارو سمبالولو کې د مرستې پر موضوع له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.
ښاغلی اردوګان وايي، ترک چارواکو له طالبانو سره درې نیم ساعته خبرې کړې او په وینا یې طالبانو د ترکانو لخوا په داسې صورت کې د هوايي ډګر چارو سمبالښت ته چمتوالی ښوولی چې د امنیت مهمې چارې به یې خپله طالبان سمبالوي او د تخنیکي عملیاتو برخه به یې ترکان همکاري کوي.
د طالبانو لخوا د کابل کنټرول له ترلاسه کولو نژدې دوې اوونۍ مخکې ښاغلي اردوګان له سي این این ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي و، کېدای شي د طالبانو له مشر سره وویني.
ترکیې له دې مخکې هم ویلي و، چې د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنې ته چمتو دي.
طالبانو دغه راز ویلي، چمتو دي په کابل کې د بهرنیو سفارتونو امنیت وساتي او له هغوی سره هیڅ ستونزه نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان راتلونکي کې د کابل هوايي ډګر فعالیت او امنیت خورا مهم بلل کېږي او امریکا له مخکې ویلي دا باید فعال وي، چې له نړۍ سره د یو ډول اړیکې 'څه نه څه ظاهري بڼه 'ولري.
ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او په افغانستان کې یې ځواکونه د همدې سازمان تر چتر لاندې ځای پر ځای شوي وو.
ترک ځواکونو له ۲۰۱۳ کال راهیسې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره په شریکه د هوايي ډګر امنیت مسوولیت درلود.
خو طالبانو له نورو بهرنیو ځواکونو سره یو ځای د ترک پوځیانو پر وتلو ټینګار کړی.
بل لور ولسمشر اردوګان ویلي، له خبرو سره سره د هوايي ډګر فعال ساتلو حضور په هکله تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړې د پنجشنې ورځې پېښې ته په اشارې سره په یوه خطرناک وضعیت کې د 'بند پاتې کېدو ' خبرداری ورکړی.










