د افغانستان په هکله د جي - ۷ بېړنۍ غونډه؛ جانسن: د طالبانو په هکله به قضاوت د دوی د خبرو پر ځای د دوی د کړنو پر بنسټ کېږي

په پام کې ده څو ساعته وروسته به د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو چې په (جي - ۷) مشهور دي، بېړنیزه غونډه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن وغواړي چې له کابل هوايي ډګره د پوځونو ایستلو ضرب الاجل نېټه وغځوي.

دا غونډه د بریتانیا په وړاندیز او کوربتوب په انلاین بڼه تر سره کېږي.

ښاغلی جانسن به دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په پار د مرستو زیاتولو غوښتنه هم وکړي.

نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

''له دوستانو او متحدانو به وغواړم چې د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي او له کډوالو او پناه غوښتونکو سر بشر دوستانه مرستې ډېرې کړي. ''

ښاغلي جانسن په افغانستان کې د بشري حقونو او تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندي ساتلو د ټینګار په ترڅ کې ویلي '' د طالبانو په هکله به د دوی د ویناوو پر ځای د دوی د کړنو له مخې قضاوت کېږي. ''

د جي سېون سازمان دوه نور غړي هېوادونه جرمني او فرانسه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو مودې غځېدو ته تمایل لري او غوښتنه یې کړې.

بل لور ته د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکايي پوځ له شتون پرته د خلکو ایستلو بهیر ماموریت شونی نه دی.

طالبان بیا وايي، چې د دې مودې له غځېدو سره به توافق و نه کړي او په وینا یې ناوړې پایلې به ولري، چې په خبره یې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین وايي:

''بهرني ځواکونه باید هغسې چې یې مخکې ویلي، د وتلو له ټاکلي ضرب الاجل (اګست ۳۱مې) سره سم ووځي. که داسې نه وي، د دوی دا اقدام به (د دوی د ژمنې) څرګند ماتول وي. ''

پر دوشنبه د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړې او له کابله یې د خپلو وګړو او د اییتلافي ځواکونو د افغان همکارانو ایستلو پر موضوع د سلا مشورو روانو ساتلو هوکړه کړې.

رویټرز خبري اژانس پرون مازدیګر په خپل یوه رپوټ کې وویل، داسې ډېر احتمال شته چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ولسمشر بایډن په کابل هوايي ډګر کې د خپلو پوځیانو پاتې کېدو مودې غځولو په هکله خپله پرېکړه اعلان کړي.