بریتانیا دفاع وزیر: له افغانستان د ټولو وګړو را ایستل به ګرانه وي

د بریتانیا دفاع وزیر بن والس خبرداری ورکړی دی چې هېواد یې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او نورو اړمنو کسانو ایستلو لپاره ټولې هڅې کوي، خو ښایي د هر چا را ایستل شونې نه وي.

بن والس بي بي سي ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰۰۰ کسان را ایستلي، او له اپرېل میاشتې راهیسې ټولټال لس زره کسان را ایستل شوي دي.‌

ښاغلي والس وویل: "زموږ هڅه دا ده چې هر څوک را وباسو. خو ننګونې دومره ډېرې دي چې ښایي د هر چا ایستل شونې نه وي.‌ موږ مجبور یې چې ځینو کسانو ته لومړیتوب ورکړو. موږ غواړو د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته هم افغانستان کې پاتې شو. خو دا پرېکړه د امریکا او طالبانو لاس کې ده".

بن والس وویل،‌ د امریکا او طالبانو ترمنځ له اګست ۳۱ وروسته هم افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه خبرې روانې دي، خو ښایي طالبان ستونزې جوړې کړي.

نوموړي وویل،‌ که امریکا پرېکړه وکړي چې د اګست تر پایه ووځي نو بیا بریتانیا هم اړه ده چې ووځي.‌

"نور پوځیان لېږل د حل لاره نه ده"

پر بریتانوي حکومت له دې کبله نیوکې کېږي‌ چې ولې په یوازې سر دې برخه کې څه نشي کولی او د امریکا مرستې ته اړتیا لري.

د دفاع وزیر بن والس بي بي سي ته وویل، بریتانیا کولی شي افغانستان ته پوځیان ولېږي او د کابل هوایي ډګر وساتي، خو ټینګار یې وکړ چې دا د حل لاره نه ده.

ښاغلي والس وویل: "خبره دا نه ده چې د بریتانیا پوځ څومره وړتیا لري. خبره دا ده چې ایا نړیواله ټولنه غواړي‌ چې په پوځي توګه افغانستان کې ښکېله پاتې شي که نه. زه کولی شم زرګونه پوځیان ولېږم چې هوایي ډګر وساتي. خو موخه به یې څه وي؟ دا چې ډزې پرې وشي او تل پاتې جګړه پیل شي".

یاده وې وي چې دا مهال له افغانستانه د وګړو د را ایستلو پروسه کې تر ټولو لویه ونډه د امریکا ده، او د امریکا پوځ د کابل هوایي‌ ډګر چارې هم سمبالوي.‌

د بریتانیا پخوانیو پوځي چارواکو ویلي، د امریکا له پوځي مرستې پرته به ګرانه وي چې په دومره لویه کچه ماموریت په اسانۍ ترسره کړي.

بله ستونزه دا هم ده چې بریتانیا په کافي اندازه پوځي ترانسپورتي الوتکې نه لري چې په خپل سر د دومره ګڼ‌شمېر وګړو د را ایستلو چاره ترسره کړي.