تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کشالې بېړنی حل وغوښت
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د جګړې له امله ورځ تر بلې د زیات شمېر بېځایه شوو او د جګړې ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د افغان کشالې د بېړني حل غوښتنه یې کړې ده.
فیلپیو ګراندي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې په زیاته کچه په اجباري توګه بېځایه شوي په دغه هېواد کې د سیاسي ماتې پایله ده.
عبدالصمد د هلمند د هغوو زرګونو کسانو له ډلې یو دی، چې وروستۍ جګړې د خپلې مېنې پرېښوېدو ته اړ کړي دي.
نوموړی وايي، په لښکرګاه کې جګړه کوڅه په کوڅه روانه ده او په وینا یې نیمه کورنۍ د خوندیتوب په موخه ولسوالۍ ته لېږلې ده.
د هلمند دغه اوسېدونکی وایي، لکه چې په هلمند کې جګړې زور اخیستی نو د خوراکي توکو بیې هم د پخوا پرتله لوړې شوي دي.
په افغانستان کې د جګړې د وروستۍ تېزې څپې له امله د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې ملکیان در په در شوي او ان ځینې یې پر وچ ډاګ شپې او ورځې سبا کوي.
په ملګرو ملتونو کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوه کمېشنر ویلي، په افغانستان کې د جګړې له امله ورځ تر بلي په کور د ننه د بېځایه شوو شمېر زیاتېږي، چې په وینا یې ور ته اندېښمن دی.
فیلپیو ګراندي پر خپل ټویتر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ننه د بېځایه شوو او هغه چې له هېواد وځي، شمېر یې مخ پر ډېرېدو دی.
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي، په افغانستان کې د روانې جګړې د بېړني ختم غوښتنه کړې او په وینا یې که ژر تر ژر د روانه کشاله حل نه شي نو په زیاته کچه د بېځایه شوو شاهدان به واوسو.
بل خوا د افغانستان کډوالو چارو وزارت وايي، سږ د پروسږکال پرتله په کور د ننه د بېځایه شمېر دوه برابره ډېر شوي.
د دغه وزارت په وینا په تېرو ۷ میاشتو کې ۶۰۰ سوه زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په یاد وزارت کې په کور د ننه د بېځایه شوو برخې مشر مهر خدا صبار بي بي سي ته وویل، یوازې په تېره میاشتې څلور زره کورنۍ د جګړې له امله بېځایه شوي دي:
"په څو ولایتونو کې، لکه هرات، جوزجان، نیمروز، تخار او ځینو نورو کې د جګړې له امله له بېځایه شوو سره د وزارت او د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو د سروې او د مرستې لړۍ دریدلې ده".
د افغان حکومت په وینا، په تېرو دوو کلونو کې د جګړې او وچکالۍ له امله کابو پنځه میلیون افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
څه موده مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، که په افغانستان کې جګړه و نه درېږي نو د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته.