تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې روان کال جګړو ۴۵ زره کورنۍ په کور د ننه بې ځایه کړې دي
- Author, عصمت الله بهیر
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، په روان ۱۳۹۹هـ ش کال کې د جګړو له امله شاوخوا ۴۵ زره کورنۍ په کور د ننه بېځایه شوې دي.
دغه وزارت وايي، له نړیوالو خیریه موسسو سره په ګډه پر یوې داسې ستراتیژۍ کار کوي، چې پر بنسټ به یې په ژمي کې له سلو زرو په کور د ننه بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړای شي.
د فاریاب ولايت اوسېدونکی محمد میر د پنځو لوڼو او زامنو پلار دی، خو په دغه ولایت کې د اوسنيو جګړو له امله مزار شریف ته کډوال شوی دی.
د محمد میر کورنۍ له هغو شاوخوا ۴۵ زرو کورنیو یوه ده، چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په وینا، په روان۱۳۹۹ هـ ش کال کې په بېلو ولایتونو کې د جګړې له امله بېځایه شوې دي.
د دغه وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د دغو بېځایه شوي لویه برخه په هلمند، کندهار او ځينو شمالي ولایتونو کې ده.
حمیدالله پروسږکال په روزګان کې د جګړې له امله کندهار کډه شو. نوموړی وايي، د ژمي سړو شپو او ورځو ته وارخطا دی:
"ماشومانو ته مو سینه بغل پیدا شوی. له یوې خوا دولت و، بل خوا طالبانو جګړه کوله، کوچنیان مو ټپیان شول، کور مو ونړېده، یوازې سرونه مو سلامت ترې راویستل او راکډه شوو."
د کډوالو او بېرته راستنیدونکو وزارت د رسنیو د برخې سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، په افغانستان له خیریه موسسو سره په ګډه پر یوې داسې ستراتیژۍ کار کوي، چې په وینا یې پر بنسټ به یې په ژمي کې له سلو زرو هغو کورنیو سره د خوراکي موادو او نورو توکو مرسته وکړای شي، چې په کور د ننه بې ځایه شوي دي:
"د کډوالو چارو وزارت په مشخصو ستراتیژیو له نړیوالو همکارانو سره په جریان کې دی. مالیې وزارت ته مو مشخص وړاندیز هم لېږلی چې له موږ سره مرستې وکړي. که دا ستراتیژي عملي شي، شاوخوا ۱۰۰ زره کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورکولی شو."
د جګړې ترڅنګ، طبيعې پېښې هم هر کال زرګونه افغانان د خپلو مېنو پريښودو ته اړباسي.
اوس چې په افغانستان کې د ژمي واوري او بارانونه پیل شوي دي، په دغه هېواد کې داسې ډېرې کورنۍ شته، چې نه کافي خواړه او نه هم سرپناه لري.
په ورته وخت کې، د افغانستان هوا پېژندنې ادارې وړاندوېنه کړې، چې سږ ژمي به هوا دومره سړه وي، چې په وینا یې په تېرو ډيرو کلونو کې ساری نه دی لیدل شوی.