تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کور د ننه بې ځایه شوو افغانانو ته مرستې راټولېږي
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
افغان حکومت او ملګري ملتونه تر راتلونکو دوو اونیو غواړي د بېځایه شویو کسانو لپاره د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي.
د شمېرو له مخې د روان لمریز کال له پیله د مرغومي تر میاشتې څه باندې ۱۶۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوې وې چې له هغې ډلې شاوخوا ۱۰۸ زره کورنۍ یې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې او تر پنځوس زره ډېرې نورې یې لا هم له خپلو ځایونو بېځایه دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وايي زیاتره بېځایه شوې کورنۍ د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې وې چې د نا امنیو او طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو له امله کډه کېدو ته اړې شوې وې چې له زیاترو سره یې مرستې شوې دي.
ښاغلی برمک وايي حکومت له بیځایه شویو او زیانمنو کسانو سره د بشپړو مرستو رسولو توان نه لري خو زیاتوي چې نړیوالو خیریه ټولنو او موسسو د مرستو ژمنه ورسره کړې ده.
دغه راز تر راتلونکو دوو اونیو به په ملي او نړیواله کچه د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي.
د ښاغلي برمک په وینا، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د نورو مرستو سربېره د حکومت له بیړني یا اضطراري کوډ له بودیجې تر یو میلیارد افغانۍ د بېځایه شویو او زیانمونو لپاره کارول شوي دي چې ورسره ۸۴ سلنې بیځایه شویو کسانو ته مرستندویه توکي رسول شوي او د راتلونکي کال په بودیجې کې هم ورته اندازه بودیجه ځانګړې شوې ده.
دغه وزارت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د طبیعي پېښو له کبله د کال له پیله تر دې دمه تر ۱۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۶۰۰ تنه ټپیان شوي وي.
تر راتلونکو دوو اونیو به په ملي او نړیواله کچه د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي.