د ماشومانو ژغورلو موسسه: دوو میاشتو کې ۸۰ زره افغان ماشومان بې ځایه شوي

د ماشومانو ژغورلو موسسه (Save the Children) وايي تېرې دوه میاشتې "جون او جولای" افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان د جنګ جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دا اداره خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان اوس خوراکتوکو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

سېف دې چلډرین په خپل تازه رپوټ کې چې نن (سې شنبه د اګست۳مه) خپور شوی، د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي چې په دې موده (تېرو جون او جولای میاشتو) کې د افغانستان په کچه شاوخوا ۱۳۰ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

په رپوټ کې راغلي تېر یو کال افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر تر ۶۱۳ زرو اوړي چې په دوی کې تر نیم ډېر (۳۶۲ زره) ماشومان دي.

د ماشومانو ژغورلو موسسې په وینا د افغانستان شمال کې کندوز تر ټولو د ډېرو بې ځایه شویوکورنیو کوربه دی او دغه ولایت کې له ۶۰ زرو ډېر کسان خیمو او پنډغالو کې ژوند کوي.

د دې ادارې رپوټ کې خبرداری ورکړ شوی چې "سلګونه زره ماشومان پنډغالو کې د خوراکي او نورو لومړنۍ اړتیا وړ توکو د کمښت له کبله د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي."

سېف دې چلډرین دا هم ویلي چې دغو بې ځایه شويو ماشومانو ته کم عمر کې د ودېدو، درنو کارونو او یا وسله والو ډلو ته د جذبېدو خطر ډېر پېښ دی.

دا اداره وايي د تېرو کلونو تر ټولو بدې وچکالۍ او د کورونا وبا وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

د ماشومانو ژغورلو موسسې مشران څه وايي؟

په افغاستان کې د ماشومانو ژغورلو موسسې مشر کرېس نیاماندي وايي پر دې سربېره چې د وروستیو سختو جګړو له کبله زرګونه ماشومان بې ځایه او په خورا ستونزمنو شرایطو کې کمپونو کې ژوند ته اړوتي " موږ د جګړې بل اور کې د ماشومانو مرګژوبله کې د بېسارې کچې زیاتوالي او همدا راز د ښوونځیو او روغتیايي تاسیستاتو د ویجاړېدو شاهدان یو."

هغه زیاتوي: "دا باید نړیوالې ټولنې ته د خطر زنګ وي او وړاندې تر دې چې دلته شوي پرمختګونه په بشپړ ډول له لاسه ووځي، د افغانستان پر راتلونکې پانګونې ته دوام ورکړي."

د ماشومانو ژغورنې موسسې مشر د افغانستان د جګړې پر ښکیلو خواو هم غږ کړی چې "تاوتریخوالی ودروي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ملکیان او په ځانګړي ډول ماشومان خوندي کړي."

ښاغلی نیاماندي وايي "د سولې پر یوه پاینده جوړجاړي د هوکړې لپاره باید ټولې هڅې وشي چې د ماشومانو راتلونکي نسلونه په یوه داسې هېواد کې را ستر شي چې د تاوتریخوالي، مرګ او ټپي کېدو وېره پکې نه وي."

افغانستان وار له مخې نړۍ کې د بې ځایه شویو وګړو د شمېر او همدا راز له دې اړخه دویم هېواد دی چې ډېر وګړي یې د بېړنۍ کچې له ولږې سره مخامخ دي.

اټکل شوی چې روان کال به افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخ شي چې ژغورنه به یې تخصصي درمنلې ته اړتیا ولري.

که څه هم د خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو درمنلې ته یو شمېر مرکزونه جوړ شوي خو سلګونه زره کورنۍ لا روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري