تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: د هغو ماشومانو درملنه چې په زړه سوري دي
په دوو کلونو کې به څلور سوه هغه افغان ماشومان چې زړونه یې سوري دي، چین ته درملنې لپاره یوړل شي. دا کار له هغه وروسته کېږي چې د افغان سرې میاشتې ټولنې او د چین سره صلیب تر منځ پر دې موضوع هوکړه وشوه. افغان سره میاشت وايي، په تېرو لسو کلونو کې تر ۱۶ زرو ډېر دغه ډول ناروغان ورسره ثبت شوې دي چې د ډېریو یې درملنه شوې ده. نورګل شفق نور حال لري.