تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ارغنداب جګړه: زرګونه کسان يې بېځایه کړي
په هلمند کې وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي. وېره دا ده چې ډېر ملکي وګړي به له خپلو مېنو بیا بې ځایه شي.
پخوانیو جګړو هم د هلمند ډېر وګړي بې ځایه کړي وو. بل خوا بیا، د هلمند په ګاونډ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وروستیو وختونو جګړو په زرګونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړې کړې وې.
د چارواکو په وینا طالبانو په سیمه کې مایونه ښخ کړي دي او خلک باید ژر بېرته ستانه نه شي خو بې کوره شوې کورنۍ ځکه بیړه لري چې باغونه او کروندې یې په وچېدو دي.