افغانستان کې د وروستيو جګړو له امله زرګونه ماشومان له زدکړو پاتې شوي

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د پوهني وزارت وايي، په وروستیو میاشتو کې د جګړو له امله په هېواد کې نژدې ۱۸۰ ښوونځي ویجاړه شوي.

په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستې، چې له امله یي د ټولنې د نورو قشرونو تر څنګ د زرګونو زده کوونکو د زده کړو بهیر هم اغېزمن کړی دی.

د افغانستان د پوهني وزارت د ښووني او روزني چارو مرستیال وزیر عطا الله واحد یار وايي، د ښوونځيو د ويجاړېدو او تړل کېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

نوموړی وايي "موږ خپل غږ پورته کړی چې د افغانستان د پوهني وزارت غیرسیاسي بنسټ دی نو غوښتنه مو دا ده، چې له ښوونځیو د جګړې د مرکزونو په توګه ګټه وانخیستل شي".

خو ښاغلي واحدیار روښانه نه کړه، چې د دغو ویجاړه شویو ښوونځیو لویه برخه په کومو ولایتونو کې ده او د جګړې کوم لوري یې په ویجاړۍ کې لویه ونډه لري.

د هلمند يو اوسېدونکی محمد جامعي وايي، په دې ولایت کې د جګړې د وروستۍ زوروري څپې له امله یې د ماشومانو ښوونځی ویجاړ شوی او له زده کړو بې برخه شوي دي.

نوموړی وايي، هلته جګړې دي ښوونځي وران شوي او له ښوونځيو د سنګر په توګه کار اخيستل کېږي.

د پوهني وزارت په وینا په ټول افغانستان کې۱۸۰۰۰ دولتي ښوونځي شته، چې څه باندې ۹ میلیونه ماشومان په کې په زده کړو بوخت دي.

د کورونا له امله د رخصتۍ پر مهال د خصوصي ښوونځيو فيس

یونیسف وايي، نژدې نیمايي افغان ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.

د عکس سرچینه، unicef

بل خوا په افغانستان کې د ښوونځیو بیا پیلېدو وروسته، د رخصتۍ پر مهال د خصوصي ښوونځیو د فیس موضوع اوس د بحث په یوې تودې مسلې بدله شوې.

د پوهني وزارت د ښووني او روزني چارو مرستیال وزیر عطا الله واحدیار زیاتوي، له خصوصي ښوونځیو سره په مشوره یې پرېکړې کړې هغه زده کوونکي، چې په خصوصي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي، د سرطان میاشتې فیس، چې د کورونا وېروس له امله یې ښوونځي رخصت وو، ۵۰ سلنه ورکړي.

د پوهني وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر ۳۰۰۰ زره ډېر خصوصي ښوونځي فعال دي، چې تر ۶۵۰۰۰۰ ډېرو زده کوونکو ته یې د زده کړو زمېنه برابره کړې ده.

په افغانستان کې د روان لمریز کال په جوزا میاشت کې د کورونا وېروس مخنیوی په موخه ټول دولتي او خصوصي ښوونېز مرکزونه رخصت شول. خو څو ورځې مخکې دولتي او خصوصي ښوونځي د څلور نیمو میاشتنو ازموینو اخیستو په موخه بېرته پرانیستل شول.

د افغانستان په هغو ولایتونو کې، چې په کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي، ګڼ شمېر يې په ښوونځیو او دولتی ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.