چین او پاکستان: د سیمې اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره افغانستان کې سوله اړینه ده

د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk
د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې پر پروسې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې او د دې پروسې د ملاتړ ژمنه یې کړې ده.
وانګ يي او شاه محمود قریشي چېنګدو ښار کې د خپلمنځي ستراتیژیکو خبرو اترو پر مهال ویلي د سیاسي جوړجاړي له لارې به افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت هڅو ته دوام ورکوي.
له دې سره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي: "دواړو خواوو هر څه ژر د یوه سوله ییز، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان د تحقق په موخه، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې پروسې د تسهیل او ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تکرار کړه."
له دغه وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:
" دواړه خواوې پر دې په ټینګار سره چې افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ټولنیز - اقتصادي پرمختګ، اتصال او سوکالۍ لپاره اړین دي، له افغان لوریو د سراسري اوربند او د دې غوښتنه کوي چې د خبرو له لارې یوه پراخ بنسټه، جامع او ټولشموله سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره په ګډه جدي کار وکړي."
اعلامیه کې زیاته شوې چې د دوی هدف یو داسې سوله ییز، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان دی، چې د ترهګرۍ خلاف کلکه مبارزه او له ګاونډیو سره همغږۍ کې ژوند وکړي.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال بي بي سي ته وویل، د سیمې هېوادونه هم باید د ترهګرۍ له ملاتړو سره مبارزه وکړي:
"ترهګري اوس یوازې د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره ګواښ نه دی، بلکې دا له پولو اوښتی ګواښ دی او د سیمې د هېوادونو دا مسئولیت دی چې له ترهګرۍ او د ترهګرۍ له ملاتړو سره مقابله وکړي."

د اروپا لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي کمېسیون هغه پروژه تأیید کړې چې له مخې يې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ سوداګري پیاوړې کېږي.
په کابل کې د روسیې سفارت ویلي د ملګرو ملتونو په نوښت دغه پروګرام ته دوه نیم لکه ډالره په داوطلبانه ډول ورکوي.
ټاکل شوې دا پروګرام د مرکزي آسیا د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام یا سپیکا (SPECA) په اډانه کې پلی شي.
د دغه پروګرام موخه د سیمهييز زرعاتي تجارت ښه کول، د اوبو د زېرمو له اغېزناک کارونګ سره مرسته او د سیمهييزو تدارکاتي کرښو رامنځته کول ښودل شوي.
روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر دغه نوښت د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او د اقتصادي همکاريو او پرمختیا سازمان کارپوهان ښکېل دي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه کې پر دې هم ټینګار شوی چې دغه دواړه هېوادونه به د افغانستان د "سوله ییزې بیارغونې" او د افغانستان لخوا د "خپلواکې ودې" لپاره د خپلو ظرفیتونو د پیاوړي کولو ملاتړ کوي.
دغو هېوادونو همدا راز له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته هم د چمتووالي ژمنه کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
له دې سره هممهاله ګلوبل ټایمز د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خولې لیکلي چې د افغانستان دغه ګاونډي هېوادونه (چین او پاکستان) به افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله د خپرېدونکو ناوړه اغیزو د مخنیوي لپاره ګډ ګامونه اخلي.
په رپوټ کې راغلي چې ښاغلي وانګ د چین د سویل لوېدیځ سیچوان ولایت په مرکز چېنګدو کې له شاه محمود قریشي سره ګډې خبري ناستې ته وویل، د امریکايي ځواکونو بېړني وتل نه د ترهګرۍ ضد هدف د ترلاسه کېدو لامل شول، نه یې هم دغه هېواد (افغانستان) ته سوله راوسته، بلکې یوه ستره امنیتي تشه یې رامنځ ته کړه.
هغه زیاته کړې چې چین او پاکستان نیغ په نیغه د افغانستان له خرابېدونکي امنیتي وضعیت اغیزمنېږي او همدا یې له ښاغلي قریشي سره د لیدنې د ایجنډا یوه مهمه موضوع وه.
ښاغلي وانګ دا راز زیاته کړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د دغه هېواد سوله ییزې بیارغونه کې همکاریو ته وهڅوي او له نړیوالې ټولنې به وغواړي چې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت کې مرسته وکړي او له امریکا هم غواړي چې خپل مسئولیتونه پر ځای کړي.










