اسټرالیا وايي افغانستان ته د خپلو ډیپلوماتانو پر بېرته استولو غور کوي

د عکس سرچینه، AFP
د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، افغانستان ته بېرته د خپلو ډیپلوماتانو پر استولو غور کوي. هغه یوې خبري غونډې ته ویلي چې څرنګه خوندي شرایط وګوري دا چاره عملي کوي. د اسټرالیا ځواکونه او ديپلوماتان د تېرې میلادي میاشتې جون په نیمايي کې له افغانستانه ووتل.
د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن په کنبرا کې خبریالانو ته وویل:
"موږ تل دا په ډاګه کړې چې که په داسې وضعیت کې واوسو چې په خوندي ډول اسټرالویان افغانستان ته ستانه کړو او هلته خپلو هلو ځلو ته ملاتړ برابر کړو نو دا کار کوو. نو که دا خوندي وي او موږ دغه فرصت ته ګورو نو دا عملي کوو."
ښاغلي موریسن زیاته کړه چې په برېتانیا کې د جي اوه غړو هېوادونو په غونډه کې د نړۍ له نورو مشرانو سره هم پر دې غږېدلی چې څرنګه په افغانستان کې خپل ديپلوماتيک حضور ډاډمنولی شي.
هغه دغه راز وویل چې د هغو کسانو د وېزې د بهیر په برخه کې هم پرمختګ روان دی چې په افغانستان کې یې له استرالویانو سره کار کړی.
یاد رپوټ وايي، ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې اسټرالیا خپل ملکي، پوځي او استخباراتي کارمنان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د دغه هېواد لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي، افغانستان کې د اسټرالیايي ماموریت بېرته پیلېدل به څومره چې ژر او په خوندي توګه ممکن وي، ترسره شي.
په رپوټ کې راغلي، د اسټرالیا لومړي وزیر افغانستان کې د خپل ماموریت نشتوالی او بېرته د ستنېدو پلان له نورو نړیوالو مشرانو سره - په تېره د جي ۷ هېوادونو سرمشریزه- کې شریک کړی دی.
ښاغلي موریسن دا هم ویلي "هیلهمن یم چې په لومړي فرصت کې دا کار وکړو، خو یوازې هغه وخت چې خوندیتوب موجود وي."
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر موریس پین ویلي افغانستان کې د اسټرالیا د ماموریت نشتوالی د لنډمهال لپاره و.
ددغه وزارت ویاند اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي: "موږ تل دا تمه لرله چې زموږ ډیپلوماتیک ترتیبات د لنډ وخت لپاره وي، په دې هدف که هلته حالات اجازه راکوي، بېرته موږ خپل دایمي حضور پیل کړو. همدا زموږ دریځ دی".
د "کنبېرا ټایمز" وېبپاڼې د رپوټ په حواله، داسې وړاندیز هم شوی، چې اسټرالیايي ډیپلوماتان به کابل د دغه هېواد د سفارت بېرته پرانیستل کېدو تر مهاله د امریکا یا بریتانیا په سفارتونو کې مېشتېږي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، "موږ د افغانستان د حکومت او ټلوالې هېوادونو له غړو سره په ګډه له نژدې کار کوو. موږ د استخباراتي مسلو په اړه تبصره نه کوو".
په کابل کې د اسټرالیا سفارت داسې مهال وتړل شو، چې په افغانستان کې سلګونه هغه افغانانو چې له اسټرالیا ځواکونو او دېپلوماتیکه ماموریت سره یې کار کړی و د طالبانو له وېرې د خپل ځان د ساتنې لپاره د وېزو غوښتنه وکړه.
په تېره مې میاشت کې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر کې کابل کې د اسټرالیا سفارت هیله ښودلې وه چې کابل کې د سفارت تړلو پرېکړه به یې لنډمهالې وي او د حالت سمېدو سره به دوی بیا دلته دایمي کار پیل کړي.
تر اوسه لږ تر لږه هغه ۲۵۲ افغانان او کورنۍ یې چې له اسټرالیایانو سره یې کار کړی، په خوندي توګه لېږدول شوي دي.








