تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي کندهار کې یې سپین بولدک-چمن لاره او وېش بازار نیولي
افغان طالبان ادعا کوي چې سوېلي کندهار ولایت کې یې پر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک-چمن سوداګریزه لاره او وېش بازار نیولي دي.
بي بي سي کندهار او کابل کې له افغان حکومتي چارواکو سره په دې اړه بیا بیا د خبرو هڅه وکړه، خ خو چارواکي په دې اړه چوپه خوله دي، سیمه کې سوداګر وايي، طالبان دا مهال پر لاره او وېش بازار واکمن دي.
پر سپین بولدک د طالبانو واکمنېدو پسې پاکستان پر سپین بولدک - چمن لار تګ راتګ بند کړی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، سوداګرو او خلکو ته ډاډ ورکوي چې له پاکستاني لوري سره تر هوکړې وروسته به پر دې لار تګ راتګ او د سوداګرو د مالونو لېږد بېرته عادي حالت ته راګرځي.
د افغانستان ختیځ کې له تورخم وروسته سپین بولدک - چمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ یوه ډېره بوخته لار ده.
سپین بولدک ولسوالۍ کې له بلوچستان سره پر پوله وېش بازار هم د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زرګونو خلکو د کاروبار ځای دی.
کندهار زندان کې تاوتریخوالی
په ورته وخت کې د کندهار مرکزي زندان کې هم د اخ او ډب رامنځ ته کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
رپوټونه وايي، کله چې له دې زندانه د کابل شمال بګرام هوايي اډې ته د لوړې کچې ځینو بندیانو د لېږدولو هڅه شوې، هلته د بندیانو او مامورانو ترمنځ نښته شوې.
په تازه ګام کې د کندهار د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې کندهار ښار کې تر یوې اونۍ پر موټر سایکلونو بندیز لګولی، چې وايي د امنیه قومندانۍ د دې پرېکړې هدف د کندهار ښار د امنیت تامینول دي.
په دا مهال لغمان کې د الینګار ولسوالۍ څلور چارواکي په دې تور نیول شوي چې له طالبانو سره یې د دې ولسوالۍ نیولو کې مرسته کړې ده.
له بلې خوا حکومت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۹۱ وسلوالو د وژلو او ۱۵۴ ټپي کولو ادعا کوي.
د بندرونو اهمیت
طالبانو د جولای پر اتمه هرات کې له ایران سره پر پوله اسلام کلا او فراه کې ابونصر فراهي بندر هم ونیو.
دې ډلې کندوز کې شېرخان، تخار کې ای خانم، هرات کې له ترکمنستان سره تورغونډۍ او پکتیا کې ډنډ پټان بندر هم نیولی دی.
افغانستان له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره همدا د بندرونو پر لار تکیا لري.
د افغانستان د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي هم پرون مزار شریف کې وویل، دا بندرونه د افغانستان لپاره لوی اقتصادي ارزښت لري.
د هغه په خبره، افغان حکومت له د طالبانو لاس ته د لوېدلو ځینو بندرونو د بېرته نیولو هوډ لري.