د افغانستان د سوداګرۍ وزارت: امنیتي وضعیت پر سوداګرۍ او ټرانزیټ بد اغېز کړی

طالبانو ادعا کړې چې په کندوز کې شېرخان بندر، په تخار کې ای خانم، په هرات کې د اسلام قلعه او تورغونډۍ او په پکتیا کې د ډنډ پټان بندرونه په دې وروستیو کې د دوی لاسته ته ورغلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل له دې ډلې یې د دریو بندرونو سوداګري پیل شوې او دغه بندرونه به ژر عادي حالت ته وروګرځي.

بله خوا، د افغانستان مالیې وزارت بیا دا بندرونه د دویم او دریمې درجې مهم بندرونه ګڼي او په وینا یې په سوداګرۍ یې ژور اغېز نه دی کړی.

د یاد وزارت ویاند رفيع تایب بي بي سي ته وویل هڅه کیږي چې په دې بندرونو کې رامنځته شوې ستونزې ژر حل شي.

د افغانستان ماليې وزیر له دې وړاندې ویلي چې په ګمرکونو کې د ورځې اته میلیونه ډالر ورکیږي اوس یې که ګمرکونه بیخي له لاسه وځي اټکل دی چې له دې اړخه به د حکومت په عوایدو کې د پام وړ نور کمولای هم راشي.

د شمېرو له مخې، له ایران سره د اسلام قلعه بندر له لارې د عوایدو له اړخه په میاشت کې نژدې ۲۰ میلیون ډالر عاید د حکومت خزانې ته لوېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې بیا په بېلابېلو بندرونو کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وایي سوداګر په اسانۍ سوداګرۍ او ټرانزېټ ته زړه نه ښه کوي.

د دې خونې یوه غړي خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل چې دې وضعیت او په ګمرکونو کې د جګړو وېرې په وارداتو او صادراتو ژور اغېز کړی.

د سوداګرو د معلوماتو پر بنسټ د دې بندرونو له منځه یې تر ټولو ډېره سوداګري له ایران سره د اسلام قلعه بندر له لارې کېږي چې طالبانو یې وړمه ورځ د نیولو ادعا کړې.

په همدې توګه له ترکمنستان سره پر پوله تورغونډۍ او په کندوز کې له تاجکستان سره پر پوله شېر خان بندر نورې هغه لارې دي چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره وصلوي او ډېر تګ راتګ پرې کیږي.

له تاجکستان سره بل سوداګریز بندر د تخار ای خانم بندر دی چې دمګړۍ د طالبانو تر واک لاندې دی او دې ډلې سوېل ختیځ خوا په پکتیا کې له پاکستان سره د ډنډ پټان لارې د نیول کیدو هم ویلي چې اوس پرې سوداګري روانه ده.

دا هېواد مخکې تر ډېره له پاکستان سره پر لارو او سوداګرۍ تړلی و خو په وروستیو کالونو کې حکومت هڅه وکړه چې افغانستان په یوه هېواد له انحصاره خلاص او له منځنۍ اسیا او ایران سره هم فعاله لارې او روانه سوداګري ولري.

له همدې کبله په دې وروستیو کې ډېره سوداګري او ټرانزېټ له همدې لارو کیږي خو ویل کیږي چې که د بندرونو وضعیت ګډوډ شي او یا سوداګر د طالبانو او حکومت د جلا جلا مالیو تر فشار لاندې راشي سوداګري له ستونزو سره مخ کیږي او شونې ده چې د دې وضعیت بیه عام وګړي پرې کړي داسې چې د کمې سوداګرۍ او ټرانزېټ له کبله به نرخونه څو برابره لوړ شي.