غني طالبانو ته: که پر افغانستان مین یاست ژمنه وکړئ چې ډیورنډ کرښه مو نه ده منلې

د ویډیو تشریح، خوست کې د ښاغلي غني څرګندونې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې که رښتیا هم له افغانستان سره مینه لري نو ژمنه دې وکړي چې د ډیورنډ کرښه یې په رسمیت نه ده منلې.

ښاغلي غني د شنبې پر ورځ خوست ولایت ته د سفر پر مهال یوه غونډه کې طالبانو ته خطاب کې وویل: "ژمنه وکړئ چې ډېورنډ کرښه نه منئ، د افغانستان اوبه پر نورو نه پلورئ، او د نورو نوکري به نه کوئ".

نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي زیاته کړه،‌ په دې کې دې څوک شک نه لري‌ چې طالبان له بله ځایه افغانستان ته د جګړې لپاره راځي.‌

افغان حکومت له کلونو راهیسې پر طالبانو تور پورې کوي، چې ستراتيژي او وسله له بل هېواده اخلي او مشران یې د پاکستان په کوټه کې دي.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وروستیو جګړو کې ځاني او مالي زیان ته په اشارې وویل، له طالبانو دې پوښتنه وشي چې دا هر څه د چا لپاره کوي.

یاده دې وي‌ چې وسلوالو طالبانو تل دا تورونه رد کړي‌ چې ګواکې د کوم بهرني هېواد په ملاتړ افغانستان کې جګړه کوي.‌‌

خوست هوايي ډګر

د عکس سرچینه، Arg

د پاکستان حکومت هم تل په دې تړاو د افغان چارواکو نیوکې او تورونه رد کړي او ټینګار کوي‌ چې اسلام اباد په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره صادقانه هڅې کوي.

ولسمشر غني په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپلې وینا کې یو وار بیا پر طالبانو نیوکې وکړې چې په وینا یې سولې ته نه حاضرېږي.

"چې سبا سره کېنو ولې نن نه کښېنو، ټول دې له سوریې، یمن، عراق الجزایر او لبنان نه درس واخلي، راشئ کښېنئ، که جګړې ته راغلئ، ملامتي به ستاسې پر غاړه وي".

ولسمشر غني وویل چې طالبان یوازې له امریکا سره په خپل تړون ټینګار کوي او زیاته يې کړه چې د طالبانو د بندیانو خوشي کول یوازې د دوی واک دی.

هغه دغه راز پر طالبانو له دې امله نیوکې وکړې چې ګنې عامه بنسټونو او د خلکو شتمنیو ته زیان اړوي ''

ظاهراً طالبانو د ښاغلي غني دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

غني په خوست کې

د عکس سرچینه، RTA

که څه هم ولسمشر د کوم چا نوم وانخیست، خو وویل چې د نظام له منځه چې څوک تخریب کوي، نور به نه زغمل کېږي، که ونه درېدل، سبا ته به یې ولس ته مخونه تور وي".

ښاغلي غني خوست ولایت د افغانستان د ابادۍ او رغونې یوه ښه بېلګه وبلله او وویل تاسو ځینې شیان وغوښتل، زما لومړۍ ژمنه درسره دا ده چې د خوست ښار پلان برابر شوی، دا ځمکه د خوستیانو ده او دوی به یې ابادوي.

ددې نه وړاندې وینا والو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو او تاوتريخوالي د تودو خبرونو په منځ کې له ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو غوښتنو په سر کې وغوښتل چې په هر بیه کېږي سولې ته لاره هواره کړي.

ښاغلي غني خلکو سره ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې پوره کوي او د ځینو په اړه په سم لاسي ډول اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه.

د خوست هوايي ډګر د افغانستان پنځم ستر هوايي ډګر دی.

امنیتي وضعیت

ماموران امنیتی

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان په شمال لویدیځ بادغیس کې ځايي چارواکي وایي د دغه ولایت په مرکز قلعه نو یې د طالبانو دریم برید هم مات کړی دی.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ښار په مرکز له څلورو خواوو برید کړی خو د امنیتي ځواکونو له دفاع سره مخامخ شوي دي. وسله والو طالبانو د دغه برید په اړه لا څه نه دي ویلي.

د بغلان پولیسو هم ویلي چې طالبانو د دغه ولایت پر امنیه قوماندانۍ څو توغندي توغولي، خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

بلخوا، طالبانو په لغمان کې د علیشنګ ولسوالۍ او په پروان کې د شیخعلی او سرخ پارسا ولسوالیو د نیولو ادعا کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي، د یادو ولسوالیو د مرکزونو په نیولو سره د دولتي ځواکونو وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت که څه هم د دې ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه وايي خو ادعا یې کړې چې افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

حکومت د بدخشان د یفتل پاین ولسوالۍ د بېرته نیولو هم ويلي.