خوست ته لومړنۍ نړیواله الوتنه

د ویډیو تشریح، خوست ته لومړنۍ نړیواله الوتنه

د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د خوست ملکي هوايي ډګر ته نن( د جون ۲۱) لومړنۍ نړیواله الوتنه ترسره شوه.

دغه هوایي ډګر ته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه کې نن سهار د متحده عربي اماراتو له دوبۍ اتیا افغان مساپر لېږدول شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل بي بي سي ته ویلي، دغه هوايي ډګر هغه ټول امکانات لري، چې نړیوالو الوتنو ته په کار دي.

خوست کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل پرې دا رپوټ چمتو کړی دی.