تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: د سپتمبر له ۱۱ وروسته به هم کابل کې څو سوه سرتېري ولرو
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
په داسې حال چې بهرنۍ رسنۍ وايي، له افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو بهیر تقریباً پای ته نژدې دی د امریکا متحده ایالتونه ټینګار کوي چې څو سوه سرتېري یې په کابل کې د سفارت ساتلو لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي.
امریکايي چارواکو بیا هم ټینګار کړی چې له افغانستان یې د سرتېرو وتل په دې معنا نه دي چې د افغان دولت ملاتړ ته دوام نه ورکوي، بلکې د دغه هېواد د يوه شريک او متحد په توگه به پر ځاى پاتې وي.
د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي خبري ناستې ته وويل، امريکا کابل کې د خپل حضور د دوام بشپړ هوډ لري او د سپتمبر له يولسمې وروسته هم افغانستان ته شا نه اړوي.
"موږ قصد لرو ان د اګست په میاشت کې د خپلو پوځیانو تر وتلو وروسته هم په کابل کې خپل شتون ته ادامه ورکړو. خو له دې سره موږ د افغان دولت متحد او شریک هم پاتې کېږو، دا هغه څه دي چې ولسمشر بایډن فقط یوه نیمه اوونۍ وړاندې له افغان مشرانو سره لیدنه کې تکرار کړل. په دې کې امنیتي مرستې، بشردوستانه مرستې او د هوايي ملاتړ لپاره ظرفیت هم شامل دی چې ډاډ ترلاسه کړو له هر هغه ډول ګواښونو سره چې مخامخ یو د مقابلې توان موجود وي. دا به ادامه ولري."
دې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هم خبریالانو ته وویل چې امریکا به په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي.
دی وايي، امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له خلکو او دولت سره همکارې کړې ده او له افغانستان د پوځیانو له وتلو سره، دغه مشارکت په هېڅ وجه نه کمېږي:
"موږ په کابل کې یوه ډیپلوماتیکه محوطه ساتو. دا هغه څه دي چې موږ نیت لرو ادامه ورکړو، موږ ان د خپلو ځواکونو د وتلو په صورت کې هم کولی شو له افغانانو او افغان دولت سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړو. "
امریکايي چارواکي په داسې حال کې له افغان دولت پر خپل ملاتړ ټینګار کوي چې د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې د کلکو نښتو په دوام، افغان حکومت تایید کړه چې تر اتیاو ډېرو ولسوالیو ولکه یې له لاسه ورکړې او د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
طالبان څه وایي؟
خو قطر کې د طالبانو پخواني ویاند سهیل شاهین د جولای پر پنځمه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، هر هغه بهرنی پوځي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټاکلې نېټې ونه وځي، ''د نیواکګر ځواک'' په سترګه به ورته وکتل شي.
د هغه په خبره، که د دوحې تړون خلاف بهرني ځواکونه پاتې شي، هغه وخت طالب مشران په دې هکله پرېکړه کوي:
ښاغلي شاهین بي بي سي ته وویل، طالبان د بهرنیو ځواکونو د شتون خلاف دي، خو پر ډیپلوماټانو، د نادولتي موسسو پر غړو او نورو بهرنیو وګړو به بریدونه ونه کړي.
د هغه په خبره، ''افغانان د نادولتي ادارو او سفارتونو چارو ته اړتیا لري. ''