د امریکايي پوځ تر وتلو وروسته؛ د بګرام هوايي ډګر د رادار او مخابرې سیستمونه بېرته فعال شوي

د افغانستان د ملکي هوايي چلن ملي اداره وايي، د بګرام هوايي ډګر د رادار او مخابرې سیستمونه (VSAT) بېرته فعال شوي دي.

دغه اداره وايي، له دغې اډې د ناټو په مشرۍ د "غوڅ ملاتړ ماموریت" ځواکونو تر وتلو مخکې دا سیستمونه غیرفعال شوي وو او اوس یو وار بیا د افغانستان د هوايي چلن تخنيکي ټيم بېرته فعال کړي.

د دغې ادارې په وینا دا دوه سیستمونه په بګرام او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د الوتکو د پورته کېدو او کېناستو د لارښوونې لپاره کارېږي.

څو ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو خپله تر ټولو ستره اډه بګرام د افغانستان دولت ته وسپارله.

په دغه هوايي اډه کې د امریکايي پوځیانو پر حضور سربېره د دغو ځواکونو تر ټولو ستر زندان هم و چې مسؤلیت يې څو کاله وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شو.

پرون د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې وویل، د دغه زندان مسؤلیت به ژر دغې ادارې ته وسپارل شي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، له دفاع وزارت سره یې یو ګډ پلاوی هم بګرام زندان ته تللی چې هلته د زندان اړتیاوې او د بندیانو وضعیت وګوري.

د افغانستان د ټولو زندانونو د مدیریت مسؤلیت د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره دی او اوس‌مهال بګرام یوازینی زندان دی چې مدیریت يې له ملي دفاع وزارت سره دی.

د افغانستان دولت ته له امریکايي ځواکونو د بګرام زندان د مسؤولیت د سپارل کېدو پر مهال د ۳ زرو او ۸۵ بندیانو د ساتلو مسؤلیت د افغانستان د دولت په غاړه وو او یوازې ۶۰۰ افغان بندیان او پنځوس بندیان چې د نورو هېوادونو وګړي وو لا هم د امریکا مسؤلیت پاتې شوی و.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۴ کال کې پر امریکا سخته نیوکه کړې وه او بګرام زندان يې د طالب جوړولو کارخانه بللې وه.

ښاغلي کرزي هغه مهال وویلي وو: "د هغو معلوماتو له مخې چې زه يې لرم، بګرام د طالب جوړولو کارخانه ده. بګرام داسې ځای دی چې هلته بېګناه وګړي ور وړل کېږي او هغوی ته له خپلې خاورې او خپل دولته کرکه ورسپارل کېږي... د توهین او شکنجې له لارې. بګرام داسې ځای دی چې د افغانستان بېګناه خلک هلته اچول کېږي او له هغه ځایه د خپل هېواد پر ضد لمسول کېږي."

هغه ویلي وو چې په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان ته د امریکا د سنا د یوه پلاوي د سفر په جریان کې د دغې جرګې یوه غړي هغه ته ویلي وو:

"موږ که پر چا لږ شک هم ولرو نو بندي کوو يې. ما وویل چې دا داسې کار دی چې شورویانو په افغانستان کې وکړ او په افغانستان کې د سترې بلوا او بغاوت او جهاد لامل شو. ویل يې نه موږ ستر بنسټونه رغوو او ستاسو د خاورې ډېر خلک بندیانوو. ما وویل چې نه پرېږدم چې تاسو دا کار وکړئ. ویل يې: ته یو کس یې نشې کولی چې زموږ مخه ونیسې."

خو په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه له بیا بیا پوښتنو وروسته له خبریالانو وغوښتل چې د منفي پوښتنو پر ځای د خوشاله موضوعاتو په اړه ترې وپوښتي.