د ایران او طالبانو اړیکي څه ډول دي؟

افغانستان کې د طالبانو له پرمختګونو او د پوځي فعالیتونو له ډېرېدو سره هممهاله د ایران د رول اهمیت هم په ډېرېدو دی.

دغه هېواد طالبانو سره له حوادثو ډکه مخینه لري.

ایران دمګړۍ ځان افغانستان کې د شیعه لږکیو مدافع ګڼي، خو تېر کې یې دغه هېواد سره متغیر تاریخي او فرهنګي اړیکي لرلي دي.

ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی خو ګڼ شمېر شیعه هرازه ګان یې د فاطمیون لېوا په چوکاټ کې د سوریې کورنۍ جګړې ته استولي دي.

شیعه ګانو او د هغوی له ملاتړي ایران سره د طالبانو له دښمنۍ ډک تاریخ د دواړو خواو ترمنځ پر اړیکو سیوری غوړلی دی.

خو دا اړیکي پر واقعیتونو ولاړ دي او سرحدي سیمو کې یې مادي او امنیتي ګټې یې اړخونه ټاکي.

له پېښو ډکه مخینه

د ۱۹۹۸ کال اګست کې په مزارشریف ښار کې سلګونه طالبان د شمالي ټلوالې لخوا چې د ایران له ملاتړه برخمنه وه، ووژل شول.

طالبانو هم د دغه ښار تر نیولو وروسته د ۱۱ ایراني وګړو په ګډون د مزار یو شمېر اوسېدونکي چې ډېر یې هزاره ګان وو، د غچ په ډول ووژل.

ایران د خپلو دغو اتباعو تر وژل کېدو وروسته ۷۰ زره کسیز پوځ د افغانستان پولې ته نږدې ځای پر ځای کړ او داسې یې ښکاروله چې ګوندې د جګړې نیت لري.

دې خوا طالبانو هم د هلمند پر سیند د کجکي بند دروازې کښته او ایران ته د تلونکو اوبو کچه پام وړ ټیټه کړه.

ایران پر افغانستان د امریکا د برید پر مهال امریکايي ځواکونو سره پوځي او استخباراتي مرسته وکړه او په ۲۰۰۲ کال یې د جرمني بن ښار کې د افغانستان د بیارغونې په تړاو نړیوال کنفرانس کې فعال حضور درلود.

د طالبانو رژیم له پرځېدو یو کال وروسته، یعنې د ۲۰۰۲ کال اکتوبر کې د ایران پر لور تلونکو اوبو ته د کجکي بند دروازې بېرته پورته شوې.

خو د ایران او امریکا ترمنځ د طالبانو خلاف د همکاریو غوړېدلې غوټۍ تر هغه وروسته بېرته مړاوې شوې چې متحدو ایالتونو تهران د شیطاني محور غړی اعلان کړ.

تازه همکاري

افغانستان سره د ایران پراخه پوله په یوه ډول طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو ټاکونکې پاتې شوې ده. هغه پوله چې ځای ځای کډوال، نشه يي توکي، وسله والې ډلې او اوبه ترې تېرېږي.

له افغانستان هلمند او هریرورد سیندونه هم ایران ته بهېږي. د دغو اوبو د بهېدو پر وړاندې د هر ډول خنډ تر ټولو ډېر زیان ایران کې د دغو سیندونو په اوږدو کې د پرتو سیمو اوسېدونکو ته اوړي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته افغانستان کې د نوي رامنځ ته شوي حکومت او ادارې لخوا د اوبو زېربنا د پراختیا هڅې د ایران لپاره په نوي سرخوږي او خطر اوښتې دي.

کمال خان بند هم چې پر هلمند سیند رغول شوی، د همدې لړۍ یوه پروژه ده. دا بند تېر مارچ میاشت کې د ایراني چارواکو او فعالانو د اندېښنو او غوغا منځ کې پرانیستل شو.

افغان او امریکايي چارواکو په وار وار ایران او په ځانګړې توګه د دغه هېواد سپاه پاسداران ځواکونه طالبانو سره د وسلو او پیسو په ملاتړ تورن کړي دي.

له دغه ملاتړه د ایران لاس ته راوړنه د هغو پروژو د عملي کېدو پر وړاندې د خنډونو جوړول دي چې ایران ته پر بهېدونکو اوبو د افغانستان د حکومت کنټرول ډېروي.

د طالبانو او ایران ترمنځ پوځي همکاري له ایتلافي ځواکونو سره د دوی په ګډه دښمنۍ پورې هم غوټه ده.

امریکا او بریتانیا بیا بیا دغه هېواد تورن کړی چې طالبانو ته وسلې ورکوي.

د همکاریو ډېرېدل

په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې د داعش ډلې له راټوکېدو وروسته ایران د دې لپاره طالبانو سره همکاري لا ډېره کړه چې پولې یې خوندي پاتې شي.

د افغانستان او ایران د ګډې پولې ځینې برخې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي. د ایران او طالبانو ترمنځ د دغو پټو همکاریو پایله کې دېپلوماتیک اړیکي هم پراخ شول.

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو ابعاد هغه مهال برملا شول چې د دې ډلې پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال مې میاشت کې له ایران پاکستان ته تر ګرځېدو سملاسي وروسته د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

تهران لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال وروستیو کې ومنله چې د طالبانو د یوه پلاوي کوربتوب یې کړی.

د دغه هېواد په وینا د افغانستان حکومت ته د دې لیدنې مالومات ورکړ شوي وو او د دې لیدنې موخه "افغانستان کې د امنیتي ستونزو هواري" ته د لارو چارو پر موندلو بحث و.

د ایران حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ له دوحې هوکړې وروسته پر واشنګټن له دې کبله نیوکه وکړه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته یې ارزښت نه دی ورکړی.

خو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیا عمومي وینا کې وویل "طالبان د افغانستان د راتلونکې برخه ده، نه ټوله [راتلونکې]."

د ایران-طالبانو اوسني اړیکي څنګه دي؟

د ایران ډېرې رسنۍ د طالبانو د وروستيو پوځي پرمختګونو او واک ته د دې ډلې د راګرځېدو د ګومان په اړه اندېښنه ښيي.

د ایراني دیپلوماتانو دریځ بیا پر دې ورټول دی چې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او مذاکراتو ته په ورګرځېدو ټینګار او همداراز ترڅنګ یې د امریکا پر سیاستونونو نیوکه وکړي.

سپاه پاسدارن ته ځینې نږدې توندلارې رسنۍ بیا بل ډول خپرونې کوي. په دې لړ کې تسنیم خبري اژانس نه یوازې دا چې د طالبانو منځلاري دریځ ته اشاره کوي، بلکې افغانستان کې یې د مذهبي اختلافاتو د غندلو په تړاو د دې ډلې د ځینو مشرانو اړوند مطالب هم خپاره کړې دي.

د بېلګې په توګه د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبري اژانس ته ویلي "موږ خپلو شعیه وروڼو سره ژمنه کوو چې له هغوی سره به هېڅ ډول تبعیض نه کېږي او موږ به د دغه کار اجازه ورنکړو."

دا سرچینې په یوه ډول د ایران د امنیتي اورګانونو او طالبانو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو تصویر وړاندې کوي.

طالبان هم د ایران له ډېرو رسنیو سره په ورین تندي خبرو ته حاضرېږي.

ښاغلي مجاهد له ایلنا خبري اژانس سره خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، کورنۍ جګړې او د تجربې نشتوالی د دې لامل شو چې دا ډله افغانستان کې د خپل حکومت پر مهال ایران سره ښه اړیکي ونشي پاللی.

د هغه په وینا طالبان د خپل چلن په بدلولو بوخت دي او ګواکې اوس ۲۰۰۰م کال سره په توپیر د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکو ډېر توپیر موندلی.

که څه هم د دواړو خواو بدلېدونکو ګټو ته په کتو دمګړۍ د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو د سم او کره انځور وړاندې کول اسان نه دي، خو داسې ښکاري چې دواړه خواوې اوس افغانستان کې واک ته د طالبانو راګرځېدو ته چمتوالی نیسي، هغه څه چې ډېر محتمل ګڼل کېږي.