طالبان، د روسیې نوي حیرانونکي ملګري

    • Author, داود اعظمي
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو پر وړاندې د خپل دریځ نرمول د روسیې لپاره یو ډراماټیک او تر څه حده داسې بدلون دی، چې تمه یې نه کېده. خو د دوی اړیکي د تېر یوه کال پر مهال وغوړېدې او یو شمېر روسي چارواکو په عامه ومنله چې مسکو له طالبانو سره " تماسونه " لري.

روسي چارواکي د دې لپاره دوه دلیلونه وړاندې کوي. یو دا چې په افغانستان کې د طالبانو پراخېدونکي کنټرول ته په کتو د روسي وګړو او سیاسي دفترونو خوندیتوب یقیني کړي، بل د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مخنیوي لپاره، چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشت کې یې په افغانستان کې خپله څانګه جوړه کړه.

د افغان طالبانو دا ډاډ په ځانګړي ډول مهم ثابت شو، چې اسلامي دولت ډله به د روسیې، چین او ایران په ګډون د نورو سیمه ییزو لوبغاړو له پولو لېرې ساتي.

خو د طالبانو پر وړاندې د دې نوي نرم دریځ له کبله یو شمېر لوړ پوړو امریکايي پوځي چارواکو پر روسیې تور ولګوی چې د افغانستان حکومت او د هغه امریکايي او ناټو ملګري هېوادونه یې کمزوري کوي او طالبانو ته " مشروعیت " ورکوي.

لوېدیځ چارواکي دا هم وايي، چې روسیه په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې راټوکېدنه په دغه هېواد کې د لاسوهنې لپاره د یوې پلمې او جواز په توګه کاروي.

پر همدې مهال افغان چارواکو مسکو ته بیا بیا یادونه کړې، چې له نادولتي ډلو سره د تماسونو ټینګولو پر ځای باید له افغان حکومت سره کار وکړي، چې په سیمه کې ثبات او امنیت راشي.