تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان جګړه امریکا ته په څه بیه تمامه شوه؟
د کابل په شمال کې افغان ځواکونو ته د بګرام پوځي اډې له سپارلو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ښايي حتمي شوې وي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي غواړي د روان کال د سپتمبر تر ۱۱ مې نیټې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.
بي بي سي دې ته کتنه کړې چې امریکا په افغانستان کې د جګړې له پېل راهیسې څومره مالي او ځاني زیان ګاللی دی؟
امریکا څه ډول ځواکونه افغانستان ته واستول؟
امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې پر افغانستان یرغل وکړ چې د طالبانو واکمني نسکوره کړي ځکه چې ګومان یې کاوه چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن او نورو غړو ته یې چې پر امریکا د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو مسوول ګنل کېدل پناه ورکړې وه.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر هله ډېر شو چې واشنګټن له طالبانو سره د جګړې او افغانستان کې د بیارغونې چارو لپاره د ملیاردونو ډالرو لګول پیل کړل.
د تېر ۲۰۲۰ کال ډسمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴۰۰۰ ته ټیټه شوی و او سږکال (۲۰۲۱) دا شمېر لا نور کم شوی و.
په رسمي شمېرو کې ښايي هرکله د ځانګړو عملیاتو لپاره د ځواکونو او نورو موقتي قطعو یادونه ونه شي.
د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د رپوټ له مخې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له بشپړېدو وروسته هم تمه ده چې ۶۵۰ تنه امریکايي پوځیان په افغانستان کې د امریکا د سفارت د امنیت ساتنې په موخه پاتې شي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې پام وړ شمېر شخصي امنیتي کمپنۍ هم د امریکا لپاره کار کوي.
د امریکا د کانګرس له خوا شوې یوې څیړنې له مخې د ۲۰۲۰ کال تر وروستې ربعې پورې ۷۸۰۰ امریکايي اتباع په افغانستان کې وو.
کله چې امریکايي پوځ له جګړییزو عملیاتو نه خپل پام د افغان ځواکونو روزنې ته ډېر کړ نو ورسره لګښتونه هم کم شول.
د امریکا د دولتي شمېرو له مخې له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۲ کال پورې موده کې چې امریکا په افغانستان کې څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان لرل هر کال د جګړې لګښت تقریباً ۱۰۰ ملیاردو ډالرو ته رسېده.
خو په روان ۲۰۲۱ کال کې د امریکا دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو د امریکا کانګرس ته وویل له هغه وروسته تر ۲۰۱۸ کال پورې په افغانستان کې د امریکا له خوا لګښتونه هرکال شاخوا ۴۵ ملیارده ډالر وو.
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشتې نه د ۲۰۱۹ کال تر سپتمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکا له خوا ټول شوی پوځي لګښت ۷۷۸ ملیارده ډالر و.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د امریکا پراختیايي ادارې (یوایس اېډ) ۴۴ ملیارده ډالر د بیارغونې پر پروژو لګولي چې له دې سره له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې د امریکا له خوا افغانستان کې د ټولو لګول شویو پېسو اندازه ۸۲۲ ملیاردو ډالرو ته رسېږي.
په دې پېسو کې هغه شامل نه دي چې امریکا پاکستان کې لګولي دي ځکه چې له پاکستانه یې په افغانستان کې د عملیاتو په خاطر د یوې اډې په توګه کار اخیستی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې بروان پوهنتون په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د لګښتونو په اړه یوه څیړنه وکړه او ویې ویل چې امریکا په دواړو هېوادونو کې ۹۷۸ ملیارده ډالر لګولې دي (البته په دې کې هغه پېسې هم شاملې وې چې د ۲۰۲۰ کال بودیجې لپاره ځانګړې شوې وې.)
په دې څیړنه کې ویل شوي وو چې دا ستونزمنه ده چې ټول لګښت معلوم کړای شي ځکه چې هره دولتي اداره ځانته جلا کړنلارې لري چې د وخت په تېرېدو سره بدلېږي او ورسره د ټول لګښت اندازه هم بدلېږي.
پیسې پر څه لګول شوې دي؟
په افغانستان کې د لګول شویو پېسو ډېره برخه د اورپکۍ پرضد عملیاتو، دامریکايي ځواکونو لپاره پر خوړو، جامو، روغتیايي خدماتو او نورو ځانګړو خدماتو لګول شوي دي.
دغه راز رسمې شمېرې ښيي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د بیاروغونې پر چارو ۱۴۳ اعشاریه ۲۷ ملیارده ډالر لګولي دي.
څه باندې ۸۸ اعشاریه ۳۲ ملیارده ډالر د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په ګډون د افغان امنیتي ځواکونو پر جوړولو لګول شوي.
نژدي ۳۶ ملیارده ډالر د حکومتولۍ او پراختیايي چارو لپاره ځانګړې شوې وې او همدومره نورې پېسې د نشه يي توکو ضد چارو او بشري مرستو په خاطر ځانګړې شوې وې.
په تېرو څو کلونو کې یو اندازه پېسې ورکې شوې دي، فساد په کې شوی او ناوړه ګټه هم ترې اخیستل شوې.
هغې څار ډلې چې په افغانستان کې یې د بیارغونې چارې څارلې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د امریکا کانګرس ته په یوه رپوټ کې وویل شاخوا ۱۹ ملیارده ډالر د ۲۰۰۹ کال له مئ میاشتې نه تر ۲۰۱۹ کال ډسمبر ۳۱مې پورې ورکې شوې دي.
افغانستان کې د جګړې ځاني زیان څومره و؟
له هغه مهال راهیسې چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پرضد جګړه پیل کړه څه باندې ۲۳۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰ زره، ۶۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې څه باندې ۴۵ زره افغان پوځیان له هغه مهال راهیسې وژل شوي چې دی ولسمشر شوی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې د براون پوهنتون له خوا ترسره شوې څیړنې کې هم ویل شوی وو چې د ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشتې راهیسې ۶۴۱۰۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه چې پولیس هم په کې شامل دي په جګړه کې وژل شوي وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما د شمېر له مخې له هغه مهال راهیسې چې ملګرو ملتونو په ۲۰۰۹ کال کې د تلفاتو په اړه د شمېرو ثبتول پیل کړي نژدي ۱۱۱ زره ملکي وګړي هم د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.