تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په افغانستان کې خپل پوځي لګښتونه کموي
امریکا پتېلې چې په نوي مالي کال کې به په افغانستان کې خپل پوځي لګښت په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ټېټې کچې ته ورسوي.
د دفاع وزارت "پنټاګون" د څرګندونو له مخې به په نوې کلنۍ بودیجه کې په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښت د روان مالي کال پرتله درې میلیارده ډالره راکم شي.
په سږني مالي کال کې چې په راروانه سېپټمبر میاشت کې پای ته رسيږي په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښت ۱۷ میلیارده ډالر دی چې په راروان کال کې به ۱۴ میلیاردو ډالرو ته راټیټ شي.
پنټاګون ویلي دغه وړاندیز یې په دې انګېرنې کړی چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکموي. واشنګټن پر افغان جګړه خپل لګښت پر داسې مهال راټیټوي چې په ټوله کې په نوي مالي کال کې د امریکا د دفاعي بودیجې د لوړولو وړاندیز کړی دی.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پوځي لګښتونو د لوړولو په موخه پر ټولنیزو او چاپېریالي چارو د لګښتونو د کمولو غوښتنه کړې، خو کانګرس ته د ۲۰۲۱ مالي کال لپاره په استول شوې بودیجه کې په افغانستان کې د پوځي لګښتونو لپاره د ۱۴ میلیاردو ډالرو غوښتنه شوې چې د نورو کلونو پرتله لږه ده.
ولسمشر ټرمپ د عمومي پوځي بودېجې ډېرول د پرمختګ او نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره اړین وباله او ویې ویل چې د امریکا پوځ به ډېرې بودیجې ته اړتیا ولري:
"موږ ډېر څه ترسره کوو چې په هغو کې د بې ځایه لګښتونو او د درغلۍ مخنیوی هم شامل دی. په لوړه کچه بې ځایه لګښتونه او لوړه کچه درغلي. دا هرڅه د ځانګړو پروګرامونو له مخې کوو، موږ پر خپل پوځ ښه پام ساتو، موږ پر خپل اتومي پروګرام لګښتونه ډېروو ځکه د هغه څه په غبرګون کې چې چین یې کوي موږ له دې پرته بل غوراوی نه لرو."
خو کانګرس ته په استول شوې بودیجه کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي لګښتونو لپاره د تېرو کلونو پرتله لږه بودیجه غوښتل شوې ده. امریکایۍ ورځپاڼې 'دې میلیټرۍ ټایمز' ددې دلیل د امریکا هغه پرېکړه بولي چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.
د ځینو امریکايي چارواکو په وینا دا چاره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره نېغ په نېغه تړاو ونه لري؛ ځکه چې د امریکا د دفاع وزیر وار دمخه د دې کمښت په اړه ویلي وو.
هغه ویلي و په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو نه شاوخوا ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي او ټینګار یې کړی و چې دا پرېکړه به له طالبانو سره د هوکړې له کېدو یا نه کېدو په صورت کې عملي کېږي.