د افغانستان صادرات تېرو دريو مياشتو کې ۱۵ سلنه لوړ شوي

افغان صادرات چابهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د دغه هېواد صادرات د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو دريو میاشتو کې ۱۵ سلنه لوړ شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وایي چې د افغانستان صادرات د هوایي دهلېزونو او ځمکني ټرانسپورټ له لارې چې رېل پټلۍ هم په کې راځي د تېر کال پرتله ډېر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د ۲ میلیاردو په ارزښت د صادراتو هدف ټاکلی. د ۲۰۲۰ کال لپاره وړاندوینه دا وه چې دا هدف به ۱،۵ میلیارده ډالره وي، خو د کورنا وېروس د خپرېدو له امله د لګول شویو بندیزونو په پایله کې دا وزارت ونه توانېده خپل ټاکلي هدف ته ورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمد بي بي سي ته وویل، د کورنا وېروس د خپرېدو له امله په راپورته شویو ستونزو سربېره هم د افغانستان صادرات د روان کال په لومړیو میاشتو کې ښه وو.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وچه او تازه مېوه د افغان صادراتو ډېره برخه جوړوي.

نوموړی وايي، د صعنت او سوداګرۍ وزارت په دې هڅه کې دی چې د روان مالي کال ترپايه د صادراتو کچه تر يو ميليارد ډالرو ډېره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د احصايى او مالومانو ملي اداره وایي، د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه يعنې د ۱۳۹۹ کال له مرغومي د سږ کال تر غوايي مياشتې يعنې له څلور تر څلور نيمو مياشتو د افغانستان د صادراتو کچه له ۲۸۰ ميليونو ډالرو څخه ﺯياته وه.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم د سږ کال د صادراتو له کچې خوښه ده. د سوداګرۍ خونه وايي د ۲۰۲۱ کال له پيله تر اوسه د افغانستان د صادراتو کچه څو سوه ميلیونه‌ ډالره ده.

د دې ادارې د شمېرې ښيي چې د ارﺯښت له مخې د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات هند ته کېږي خو پر وینا یې د کميت له اړخه ډېر توليدات پاکستان ته لېږدول کېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې خونې د صادراتو او پانګونې د پراختیا رییس مير ﺯمان پوپل بي بي سي ته وويل چې د مې مياشتې تر پايه د افغانستان شاوخوا څلور ﺯره ټنه توليدات د هوايي دهليزونو له لارې لېږدول شوي چې ارﺯښت يې ۷۰ ميليونه ډالره کېږي.

نوموړی وايي په صادراتو کې وچه ميوه، قالينې، لاسي صنايع، طبي نباتات، زعفران، تازه مېوه او حيواني محصولات شامل دي.

په ۲۰۲۰ کال کې هم د افغانستان ډېر صادرات د ارزښت له پلوه هند ته وو چې د رسمي شمېرو له مخې يې ارﺯښت ۴۰۵ ميليونه ډالرو ته رسېده. د صنعت سوداګرۍ وﺯارت مالومات دا ښيي چې د افغانستان له ۸۸ سلنې څخه ﺯيات توليدات د سېمې هېوادونو، اته سلنه له سيمې ورهاخوا هېوادونو او څلور سلنه د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د سېمې هېوادونه، د منځنۍ اسیا او سويلي اسیا هېوادونه د افغانستان د توليداتو اصلي موخه دي.