افغانستان زراعتي ماشینونه صادروي
د افغانستان په ختيځ کې صنعتکاران وايي تر راتلونکو دوو کلونو پورې به منځنۍ اسيا ته د افغان جوړو توکيو صادرات ډېروي. په ننگرهار کې يوې کارخونه زراعتي ماشينونه په لومړي ځل تاجکستان ته لېږلي او وايي هرکلى يې شوى دى. خو دوى له حکومته غوښتنه لري چې د پاکستان او نورو هېوادونو په ورته مالونو دې ماليه پورته کړي چې دوى نوره پانگونه وکړي.