افغان حکومت د ۶ ولسوالیو د "بېرته ازادولو"، طالبان د شپږ نورو د نیولو ادعا کوي

د عکس سرچینه، afghanistan defense ministry
د افغانستان کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي د هېواد مختلفو ولایتونو کې ۶ ولسوالۍ د طالبانو "له کنټرول بېرته ازادې" کړې دي.
د پکتیا احمد ابا او سید کرم، د بغلان دوشي او خنجان او د فاریاب اندخوی او خانچارباغ هغه ولسوالۍ دي چې امنیتي ادارې یې بېرته د ازادېدو خبره کوي.
طالبانو تر اوسه د دغو ولسوالیو د لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا کوي چې له تېرې ورځې راهیسې یې په فاریاب او بغلان کې ۵ نورې ولسوالۍ نیولې دي.
په دوی کې د فاریاب اندخوی هم شامل دی چې حکومت یې نن (جمعه) سهار د بېرته نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د همدغه ولایت قرمقول او قرغان او د بغلان ګذرګاه نور او خوست څلور نورې ولسوالۍ دي چې طالبان وايي تازه یې نیولې دي.
حکومتي سرچینو هم تر اوسه د طالبانو لاس ته د دغو ولسوالیو لویدل نه دي تائید کړي.
وسله وال طالبان وايي، د غور دولینه ولسوالۍ کنټرول یې هم ترلاسه کړی دی.
د غور ولسوال عبدالظاهر فیض زاده له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې افغان امنیتي ځواکونه د غور له دولینه ولسوالۍ پر شا شوي دي.
طالبان د دغو ولسوالیو د نیولو او حکومت یې د بېرته ازادولو لپاره په ترسره شویو بریدونو او عملیاتو کې یو بل ته درنې مرګژوبلې د اړولو او پوځي تجهیزاتو د نیولو ادعا هم کوي.
د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېرو څلېروشت ساعتونو کې (د چارشنبې او جمعې ورځو ترمنځ) د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې نږدې ۱۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپي دي.

د عکس سرچینه، afghanistan defense ministry
دفاع وزارت وايي دغه عملیات په کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل، بلخ، هلمند، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې شوي.
طالبان بیا پر پورته یادو شویو لسوالیو سربېره د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د ۱۸ پوستو او د زابل شملزو کې د ځنځیري اډې په نوم د ملي اردو د یوه مهم مرکز د نیولو ادعا کوي.
له دې سره د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله کابل ته د وارداتي برېښنا تارونو د رغولو چاره ځنډېدلې ده.










