تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن او اردوغان د کابل هوایي ډګر امنیت ساتنه کې د ترکانو پر مخکښ رول هوکړه کړې
د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وايي، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره وروستۍ لیدنه کې پر دې هوکړه کړې چې انقره به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو تر وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې مخکښ رول ولري.
د امریکا او ترکیې ولسمشرانو د تېرې دوشنبې پر ورځ بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال لیدلي و.
هغه مهال که څه هم د دواړو مشرانو ترمنځ کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه د خبرو رپوټ ورکړ شوی و، خو جزیات یې نه و شریک شوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دې تړاو له خپله اړخه د لومړنیو جزیاتو د ورکولو پر مهال ویلي:
"د مشرانو ترمنځ واضح ژمنتیا رامنځته شوه چې ترکیه به د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې عمده رول ولوبوي او اوس لګیا یو پر دې کار کوو چې دغه 'هدف ' ته د رسېدو لپاره څه وکړو."
ښاغلی سالیوان وايي د ترکیې ولسمشر په دې لیدنه کې د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د امریکا مشخص ملاتړ وغوښت او ولسمشر بایډن ورسره ژمنه وکړه چې دا ملاتړ به ورته برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له جو بایډن سره تر لیدو وروسته ویلي و که د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسئولیت ورسپارل کېږي نو غواړي پاکستان او هنګري ورسره وي.
خو د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه د ښاغلي اردوغان دا څرګندونې افغانستان کې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد تېره ورځ (پنجشنبه) دغو غبرګونونو ته په کتو بي بي سي ته وویل چې د ښاغلي اردوغان څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي.
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت د بهرنیو دیپلوماتیکو تاسیساتو او نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیت لپاره مهم ګڼل کېږي.
د افغانستان حکومت تر اوسه ترکیې ته د دغه هوايي ډګر د امنیت د ساتلو په اړه په زغرده څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب څو ورځې وړاندې د دغه ډګر د لیدنې پر مهال ویلي و چې دا ډګر د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د نړیوالو معیارونو له مخې پرانیستی پاتې کېږي.
خو طالبانو بیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره د ترک ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت کړی دی.
دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي سهیل شاهیل ویلي ترکیې تېر شل کاله د ناټو د غړي په توګه افغانستان کې پوځي حضور ساتلی او له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې باید له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم څو ورځې وړاندې بي بي سي ته ویلي و، دوی ته په افغانستان کې تر هر نوم او عنوان لاندې د بهرنیو ځواکونو حضور، که هغه د هر هېواد وي، د منلو نه دی.
خو دا په داسې حال کې ده چې تازه اوس د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي د طالبانو دا څرګندونې د کابل هوايي ډګر د امنیت لپاره د دوی د "دقیق او ګټور" امنیتي پلان مخه نه نیسي.
هغه ویلي:
"څرګنده ده موږ دا اندېښنه جدي نیسو چې طالبان یا نور عناصر به افغانستان کې پر لویدیځ او نړیوالو حضور برید وکړي... موږ پر دې باور نه یو هغه څه چې طالبانو علنآ ویلي، هغه دې د دغه امنیتي حضور د رامنځته کېدو د هڅو مخه ونیسي."
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې دوه زره ترک ځواکونه مېشت دي او دمګړۍ هم د ځینو امنیتي چارو مسئولیت په غاړه لري.