تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن ته د کانګرس خبرداری؛ د افغان ژباړنو په وینو لاسونه مه سره کوه
له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو پسې د زرګونو افغان ژباړنو د برخلیک په هکله اندېښنو زیاتېدو سره د دغه هېواد د کانګرس ځینې غړو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړ چې د دې کسانو او کورنیو اېستلو کې ممکنه ځنډ سره "د دوی د مرګ حکم لاسلیک نه کړي او په وینو یې لاس سور نه کړي."
د فلوریډا ایالت جمهوریپال استازي مایکل والټز د چارشنبې په ورځ جو بایډن ته وینا کې وویل: "که له افغانستان تر وتلو مخکې هغه زرګونه افغان ژباړن ونه باسئ چې تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکا سره کار کړی دی، نو د دوی په وینو به دې لاسونه سره شي. "
ښاغلي والټز تېر کې د امریکا پلیو کمانډو ځواکونو له کنډکونو سره افغانستان ته راغلی او وايي، ځینې دا ژباړن پېژني.
نوموړي له زیاتېدونکو ډیموکراټو او جمهوریپالو استازو سره غوښتنه وکړه چې د ښاغلي بایډن حکومت بې ځنډه د نږدې اتلس زره افغانانو د کډوالۍ ویزې غوښتنلیکونو باندې کار وکړي.
له افغانستان د پاتې ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان پسې افغان ژباړنو مظاهرو سره ویلي، که تر راتلونکي سپټمبر د بهرنیو ځواکونو وتلو پورې دوی او کورنۍ یې ونه لېږدول شي، ژوند به یې خطر کې دی.
ویل کېږي ځینې افغان ژباړن له امریکايي سرتېرو او ملګرو سره یې د مرستې له امله د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
امریکايي قانون جوړوونکي اندېښمن دي چې د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پسې به ډېری دا کسان او کورنۍ یې په نښه شي، هغه هم په داسې مهال چې کابل کې د امریکا سفارت د جون پر ۱۴ وویل، افغانستان کې د کورونا ډېرېدو سره د هر ډول ویزې ورکړه ځنډوي.
که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، هر ډول مرکه چې په دې دلیل ځنډول شوې وي، "ډېر ژر بیا پیلېږي"، خو بیا هم امریکايي قانون جوړوونکي دغو خبرو قانع نه کړل او د سپینې ماڼۍ لمن یې ونیوه.
د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې جمهوریپال استازي مایکل مک کول وویل، که ولسمشر باډین دوی پرېږدي، نو د "مرګ حکم یې لاسلیکوي. "
د کانګرس دغو غړو له امریکا وغوښتل چې پنټګان ته امر وکړي ژر تر ژره دا افغان ژباړن ارام سمندر کې ګوام ټاپو ته چې د امریکا د قلمرو برخه بلل کېږي یا هم د متحده عربي اماراتو او قطر په څېر هېوادونو ته واستوي او بیا د دوی د کډوالۍ ویزو بهیر پیل کړي.
اټکل دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزرات نږدې اتو سوو ورځو کې یوه ویزه ور کوي، خو له سلو کمو ورځو کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.
امریکايي چارواکي دا هم وايي، د ځواکونو وتلو بهیر یې پنځوس سلنه بشپړ شوی او ښايي تر ټاکلې نېټې یانې تر سپټمبر یوولسمې مخکې ټول ځواکونه ووځي.
د مین ایالت خپلواک سناتور انګوس کینګ چې د د وسلوالو ځواکونو کمېټې غړی هم دی د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زه غواړم چې دوی د دې ستونزې د حل لپاره ټول وس وکړي. زه پر حکومت نیوکه نه کوم، یواځې فکر کوم چې د چټک عمل وخت دی. "
سناتور کېنګ وړاندیز وکړ چې پنټګان د افغان ژباړنو د ویزو غوښتنلیک کې له بهرنیو چارو وزارت سره مرسته وکړي.
هغه د امریکا له متحدانو هم وغوښتل چې د افغانانو د لنډمهالي کوربتوب برابرولو کې مرسته وکړي.
د کلوریډا ایالت ډیموکراټ استازي جیسون کرو هم وویل، امریکا د دې ژباړنو د سر امنیت مسوولیت لري: "تېروتنه ونه کړئ، اوس یو اخلاقي ضرورت دی. "
طالبان څه وايي؟
وسلوالو طالبانو تېره اونۍ وویل، که دا ژباړن "د دوښمن لیکې پرېږدي او د عادي کس په څېر هېواد کې ژوند وکړي، نو ګواښ ورته نشته. "
هغوی خبرداری ورکړ چې دا ژباړن باید په "کړیو چارو پښېماني وښيي او راتلونکي کې پر داسې لار لاړ نه شي، چې د دوی په خبره، اسلام او هېواد ته خیانت وي. "
د طالبانو دا اعلامیه په داسې مهال ده چې افغانستان کې تاوتریخوالی خورا ډېر شوی او د سولې خبرو کې هم پام وړ پرمختګ نشته.
په داسې حال چې مختلفو ولایتونو کې طالبان پر ځینې ولسوالیو د ولکې خبره کوي، د مدني فعالانو او د حکومت اړوند کسانو ترور هم روان دی.