له بریتانوي ځواکونو سره پخواني افغان ژباړونکي 'د مرګ له وېرې سره' ژوند کوي

افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره یو پخوانی ژباړونکی،‌ چې دلته یې د امنیتي‌ اندېښنو له کبله د (ا-ج) په مستعار نامه یادوو، تر میاشتو پورې کابل کې له کوره بهر نه راوځي، ډاریږي چې دی او کورنۍ یې د طالبانو ژوندي نه خوښېږي.

دی چې اوس نژدې ۳۰ کلن دی، له هغو سلګونو افغانانو یو دی چې له بریتانوي ځواکونو سره یې دغه هېواد کې د ژباړن او مرستندویانو په توګه دنده درلوده او له همدې کبله د وسله والو لوري ښايي په نښه شي.

دغه پخواني ژباړونکي وايي، خطر ښايي هغه مهال زیات شي چې د سږ کال وروستیو کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. خو ا - ج د بریتانیا هغه قانون له مخې چې دغه هېواد کې د ده غوندې ژباړونکو او کورنیو ته یې ته د مېشت کېدو اجازه ورکوي، بیا بیا رد شوی دی.

بریتانوي چارواکي وايي، دی په خپل مېشت ځای کې د سګرېټو څکولو له کبله له دندې شړل شوی و او هغو ژباړنو ته بریتانیا کې د مېشت کېدو اجازه نه ورکول کېږي چې له دندې شړل شوي وو.

ا - ج وايي، کله یې چې له بریتانوي پوځ سره دنده پرېښوده ده ته نه و ویل شوي، چې له دندې شړل شوی او په وینا یې بریتانیا ته له سفره د منع کېدو پر توجیه یې باور نه کېږي.

دی وايي: "دا دومره جدي موضوع نه ده چې زما د ژوند په بیه تمامه شي. زه پوهېږم چې له جدي خطر سره مخامخ یم. زه ان دنده نه شم موندلای، عام محضر ته نه شم ورتلای".

حکومتي شمېرې ښيي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو موده کې نژدې ۱۰۱۰ ژباړونکي د (بې نظمۍ له کبله) له دندو شړل شوي او پر قضیې د بیا غور حق هم نه دی ورکړل شوی.

بل لور ته په کابل کې د بریتانیا پخوانۍ اتاشه ډګروال سایمن ډیګینز چې اوس د افغان ژباړونکو لپاره کمپاین کوي وايي، له دندې د شړل کېدو لاملونه خورا عادي وو.

دی وايي: ''داسې حال کې چې له دندې ځینې شړل شویو کسانو ناوړه کارونه کړي، ډېر لوی شمېر بیا د خورا کوچنیو لاملونو یا اداري مسایلو له کبله له دندو شړل شوي دي. ''

نوموړی زیاتوي: ''داسې شکونه شته چې له دندو شړل کېدو دلیل اداري تنظیم و. داسې خورا لږ ثبوتونه شته چې ولې خلک له دندې ګوښه شوي وو. موږ چې څه غواړو هغه دا دي چې باید د دوی ټولو قضیې له سره وڅېړل شي. ''

بل لور ته د بریتانیا دفاع وزارت وايي، دوی ''په اداري توګه '' د خلکو ګوښه کېدو طرح په سختۍ ردوي.

د ا - ج وېره تېره اونۍ له هغه اعلانه وروسته لا ډېره شوه چې امریکايي او بریتانوي پوځیان به د سږ کال له سپتمبر ۱۱ مخکې له افغانستانه ووځي او بل لور ته په دغه هېواد کې د طالبانو زور زیاتېږي.

ا - ج نژدې شل کلن و، چې د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو له پاراشوټ ډلګیو سره یې په هلمند کې د ژباړونکي په توګه دنده پیل کړې وه. د بریتانوي ځواکونو یوه قومندان په یو ستاینلیک کې د هغه ''کار - زیار او وفاداري '' ستایلي دي.

ا - ج وايي، د هلمند په سنګین کې د طالبانو یوه برید پر مهال داسې حال کې وتښتېد چې شخصي شیان هم ترې پاتې شول چې د پېژندګلوۍ کارت هم پکې شامل و او اوس ګومان کوي د هغو اسنادو له مخې طالبانو پېژندلی چې د بریتانوي ځواکونو لپاره یې کار کړی.

نوموړی وايي له هغه راهیسې چې دنده یې پرېښوده، کورنۍ ته یې د طالبانو درې داسې لیکونه رسېدلي چې د وژلو ګواښونه یې ورته کړي دي. ده اوس واده کړی او درې اولادونه هم لري.

دی وايي: ''پوهېږم چې دوی مې پېژني چې زه څوک یم او له دې کبله خواشینی یم. '' له تېرو شپږو کلونو راهیسې ا - ج څو ځله بریتانیا کې د مېشت کېدو لپاره عریضه کړې او هر ځل یې غوښتنلیک رد شوی دی.

په دسمبر کې د نوموړي یوه غوښتنلیک ته په ځواب کې چې بي بي سي لیدلی، لیکل شوي دي تاسې ''د ممنوع څیزونو ساتلو '' او '' په خپل مېشت ځای کې د سګریټو څکولو '' له کبله له دندې ګوښه شوي یاست او له دې کبله بریتانیا کې د مېشت کېدو وړ نه یاست. ''

روانه میاشت کې د نوموړي غوښتنلیک دویم ځل له همدې کبله رد شوی. د احمد په نامه د یوه بل ژباړونکي غوښتنلیک هم روانه میاشت رد شوی دی.

نوموړی وايي، ۲۰۱۳ کال کې درې ځله کار ته د ناوخته رسېدو له کبله له دندې ګوښه شوی و.

احمد وايي، له هغه راهیسې یې پرلپسې طالبان ګواښي او ان په کابل کې یې یوه ګاونډي ورته ویلي، یوه ورځ به د ''کافر په توګه '' ووژل شي.

دی وايي: ''د ځان خوندیتوب لپاره مې ږیره لویه کړې، کالي مې بدل کړي دي. ناوخته کار ته تګ د ژوند په بیه راته تمامېدای شي. ''

بریتانیا کې د مېشت کېدو اجازې پروګرام په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو او بریتانیا دفاع وزارت د هغو کسانو شمېر ډېر کړ، چې د دې پروګرام له مخې دغه هېواد ته تلای شي، خو ''له ځانګړي وضعیت پرته '' هغو ژباړونکو ته د دې پروګرام له مخکې اجازه نه ورکول کېږي چې له دندې ګوښه شوي دي.

د دفاع وزارت یوه ویندوی بي بي سي ته وویل: ''موږ د هغو ژباړونکو د احسان ډېر پوروړي یو چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره دنده تر سره کړې. د هېچا ژوند باید له دې کبله له خطر سره مخامخ نه شي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یې له بریتانوي حکومت سره همکاري کړې. موږ یوازینی هېواد یو چې په کابل کې د هغو زړورو ځايي کسانو پر دوسیو د غور لپاره یې مسلکي ټیم ګومارلی چې له بریتانوي حکومت سره د کار له کبله ګواښل کېږي. ''

تر اوسه د هغو ۲۸۵۰ کسانو له ډلې چې له بریتانوي ځواکونو سره یې دنده تر سره کړې، ۱۳۵۸ کسان په بریتانیا کې مېشت شوي دي.

له دې کسانو یو عیدي ادریس دی ''دا یې اصلي نوم نه دی '' چې د پاراشوټي عملیاتو او د طالبانو یوه زندان ماتولو په ګډون ګڼو عملیاتو کې یې برخه درلوده.

ده په یوه کتاب کې خپلې خاطرې یاداشت کړې او په وینا یې د ۱۸ ملګرو له ډلې یوازې دی او یو بل همکار یې چې هغه هم اوس بریتانیا کې اوسي نور یو هم ژوندی پاتې نه شو.

دی وايي، نور همکاران یې یا په جګړو کې ووژل شول او یا بیا وروسته طالبانو ووژل. ښاغلی ادریس وايي، دی هم په افغانستان کې د پاتې ژباړونکو خوندیتوب ته اندېښمن دی:

''کله چې بریتانوي پوځیان له افغانستانه ووځي، طالبان به دوی په نښه کړي. ''

د نوموړي په وینا ان د بریالیو کسانو غوښتنلیکونو منل کېدو هم په ځینې مواردو کې تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیو. دغه ځنډ د ده په وینا پر خپل ځای د هلته مېشتو ژباړنکو ژوند له خطر سره مخامخوي.

دی وايي: ''په کومه ورځ چې بریتانوي ځواکونه ووځي، تاوتریخوالی به ډېر شي. کله چې دوی ووځي هغه ولایتونه به هم نور خوندي نه وي چې اوس خوندي بلل کېږي او طالبان به دا ژباړونکي له یاده و نه باسي. ''

بل لور ته ډګروال ډیګینز د یوه داسې بېړنیز پلان غوښتنه کوي چې له مخې یې ژباړونکي په بریتانیا کې مېشت کړل شي. دی وايي:

''زه د هغو کسانو دغه هېواد ته د راوستلو بهیر کچې او سرعت ته اندېښمن یم چې دلته د مېشت کېدو وړ دي. بل لور ته حالت ناوړه کېږي، یوازې رسمیات له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي او موږ دومره ډېر وخت نه لرو. ''

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، دوی همدا اوس د ۸۴ مخکینیو ژباړونکو د دوسیو پر څېړنه بوخت دي. دې کې د ''امیر '' دوسیه هم شته چې په هلمند کې یې د جګړې لومړۍ کرښه کې له بریتانوي ځواکونو سره دنده درلوده.

طالبانو ډېری مهال پر دوی بریدونه کول. دی وايي، په ۲۰۱۱ کال کې د دندې له پرېښودلو راهیسې د ډار په حالت کې ژوند کوي او په لوګر کې یې له خپلې کورنۍ سره نه دي لیدلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې ژوند کوي.

بریتانیا ته د سفر غوښتنلیک یې دوه ځله رد شوی دی او اوس د دریم ځل لپاره هیله من دی چې ''ښه زیری '' به واوري. دی هم وايي، د بهرنیو ځواکونو وتلو له خبرونو اورېدو وروسته د وېرې او ترهې په حال کې دی:

''دا به زموږ لپاره خطر ډېر کړي. نن سبا ډېر خطر محسوسوم. چا چې له بریتانوي ځواکونو سره دنده تر سره کړې، اړ دی چې کور کې پاتې شي. ''

بریتانیا یوازینی هېواد نه دی چې له خپلو ځواکونو سره همکارو افغانانو ته په هېواد کې د مېشت کېدو زمینه برابروي.

د کډوالو سره د مرستې نړیوالې پروژې مسوولینو په وینا امریکا متحدو ایالتونو داسې ۸۹ زره کسانو ته ځانګړې وېزې ورکړې او ۱۷۰۰۰ کسان د خپلو غوښتنلیکونو برخلیک ته منتظر دي.

د جرمني دفاع وزیرې ویلي، هېواد یې مسوولیت لري چې د ځواکونو له ایستلو وروسته د هغو افغان کارکوونکو خوندیتوب اقدامات وکړي چې له دوی سره یې دنده درلوده.

خو د هغو راتلونکی مبهم دی چې تر اوسه د دې پروګرامونو لپاره وړ نه دي بلل شوي.

د خپل څلورم غوښتنلیک رد کېدو د خبر له اوریدو وروسته ا - ج وايي: ''زه غواړم دوی باوري کړم چې ژوند مې خطر سره مخامخ دی، دا بوږنونکې خبره ده، زه لا هم انتظار کوم. ''