افغان لرغونپوه محمد رسول باوري وفات شو

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري مړ شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلی باوري د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو د ناروغۍ ډول یې نه دی مشخص کړی.

پر خواله رسنیو ښاغلي باوري ته نژدې سرچینو ویلي، چې نوموړی د کورونا وبا له کبله مړ شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د رسول باوري مړینه لویه ضایعه ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله فېسبوکپاڼه د ښاغلي باوري د مړینې پر تأیید سربېره هغه د هېواد یو پېژندل شوی لرغونپوه او کلتوري څېره بللې ده.

رسول باوري چې د کابل پوهنتون استاد و، د هېواد د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره لسګونه مقالې لیکلې دي.

رسول باوري کلونه د افغانستان لرغونپوهنې په برخه کې کار کړی.

د پوهاند محمد رسول باوري ژوندلیک

استاد محمد رسول باوري د اختر محمد زوی په ۱۳۳۶هـ ل کال د روزګان په دهراوت ولسوالۍ کي زېږېدلی، لومړنۍ زدکړې یې هلته کړې، بیا د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې ته کامیاب شوی، تر هغه وروسته یې په هالنډ کې لرغونپوهنه کي ماسټري کړې ده او دکابل پوهنتون د لرغونپېژندنې ډیپارټمینټ استاد و.

رسول باوري د هالنډ په Rijksuniversiteit Groningen پوهنتون کې هم استادي کړې ده، وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت کې د نصاب مسؤل، بیا د خوست د شیخ زاید پوهنتون مسؤلیت، وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپېژندنې د ډیپارټمینټ مسؤل او په وروستیو کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال پاتې شوی.

په ۱۳۶۵ کال د علامه طرزي د لیکوالۍ مډال او په ۱۳۹۳ کال د غازي میر بچه خان مډال هم ورکړل شوی دی.

استاد باوري تر ۳۰ ډېر علمي اثار او تر سلګونه علمي او څېړنیزې مقالې لیکلې دي، چې ځینې یې دا دي:

  • _ د روښانيانو غورځنگ ١٣٥٨ .
  • _ اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون ١٣٦١ .
  • _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .
  • _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤ .
  • _ باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥ .
  • _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .
  • _ افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧.
  • _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .
  • _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩ .
  • _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٧١ .
  • _ موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤ .
  • _ لرغونپوهنه ، عملي لارې چارې؛ په جرمني کې دافغانستان فرهنگي ودې ټولنه ١٣٨١
  • _ په افغانستان او گاونډيو هېوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.
  • _ لرغونې نړۍ ( د ژباړل شويو مقالو ټولگه)
  • _ لرغونی افغانستان او گاونډي هېوادونه
  • _ د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوگرافيکي څېړنه)