بغلان کې موټربم برید؛ طالبان د لسګونو او حکومت د ۴ کسانو د وژل کېدو خبره کوي

د افغانستان شمال ته په بغلان کې چارواکي وايي، بېګا ناوخته د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د طالبانو د موټر بم برید له امله درې ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوی او اته پولیس او شل ولسي وګړي ټپیان دي.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت وايي، موټربم برید د پولیسو د مرکز په لومړۍ دروازه یا اول قره ول کې شوی دی.

"په برید کې د یو ولسي وګړي په ګډون څلور کسان وژل شوی او ۲۸ کسان ټپیان دي چې ژوبلو کې ۲۰ ملکي وګړي دي. "

نوموړی وايي، کله چې موټربم د پولیسو اول قره ول ته رسېږي، پولیس پرې شکمنېږي او ډزې پرې کوي او پر دغه مهال چاودنه کېږي.

خو طالبان دغه برید کې د ولسوالۍ د امنیه قومندان او افسرانو په ګډون د لسګونو سرتېرو د وژلو او نورو ډېرو ټپي کېدو ادعا کوي.

د تيرې میلادي میاشتې لومړیو کې په رسمي توګه له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو پیلېدو سره طالبانو پر هلمند، کندهار، لغمان سربېره بغلان کې هم بریدونه پیل کړل.

دې ډلې تېره میاشت د مرکزي بغلان ډېرې سیمې ونیولې او له هغه راهیسې دغه ولسوالۍ کې وخت ناوخت د دواړو لورو ترمنځ نښتې کېږي.

طالبانو تېره میاشت له تخار سره ګاونډ کې د بغلان بورکه ولسوالي هم ونیوه.