تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت: مرکزي بغلان کې مو د طالبانو برید په شا وتمباوه
د افغانستان دفاع وزارت وايي، نن سهار طالبانو له څلورو خواوو پر مرکزي بغلان برید وکړ، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو سخت ځواب سره په شا وتمبول شو.
دا وزارت ځوابي برید او بمبار کې د ۲۵ طالبانو د وژلو او لسو نورو ټپي کولو ادعا هم کوي، وسلوالو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د دفاع وزارت پر فیسبوکپاڼه خپره شوې ویډیو کې هم د ډزو او د سرتېرو غږونه اورېدل کېږي.
دفاع وزارت دا هم وايي، چې سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.
وسلوالو طالبانو له څو اونیو راهیسې بغلان ولایت کې پراخ عملیات پیل کړي دي.
تېره اونۍ دا ډله د بغلان ولایت پخواني ښار ته هم ننوته او تر هغه مخکې یې د بغلان بورکه ولسوالي ونیوه.
د روانې میلادي میاشتې لومړیو کې د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو پیلېدو سره وسلوالو طالبانو پر بغلان سربېره، غزني، زابل، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي د ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي.
خو نوموړی د افغان پوځ وړتیاوې ستايي او وايي افغان ځواکونه باید دا ثابته کړي چې د طالبانو پر وړاندې درېدلی شي.
د ولسي جرګې اندېښنه
خو د افغانستان ولسي جرګه کې پرون (دوشنبه غوايي/ثور ۲۷مه) د افغانستان اوسنیو پوځي وړتیاوو ته په کتو له دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندېښنه وښوده.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا کمېسیون خپله اعلامیه کې وویل، ترهګري سیمه ییز او نړیوال ګواښ بولي او زیاتوي د دې لپاره چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه ګواښ پر وړاندې مبارزه کوي، نو امریکا او ناټو یې باید هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي.
د تېر اپرېل پر ۲۳ منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکنزي هم وویل، د دغه هېواد د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته هم افغان پوځ مرستې ته اړتیا لري او که ور سره ونه شي "ړنګېږي. "
خو امریکا او ناټو د پاتې ځواکونو د اېستلو سره هممهال وايي، تر دې وروسته هم د افغان ځواکونو مالي مرسته جاري ساتي.