تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند کې د هاوان مرمۍ ولسي خلک وژلي؛ بغلان او غزني کې جګړه شوې
د هلمند د ولایتي شورا وایي، د مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې پر یوه کور د هاوان ګولۍ د لګېدو له کبله څلور تنه وژل شوي، چې درې یې ماشومان دي.
د یادې شورا مشر عطالله افغان وایي، دغه هاوان د الله نظر په نوم د یوه ولسي کس پر کور لګېدلی او میرمن او درې ماشومان یې ژوبل کړي هم دي .
په مرکز لښکرګاه کي ایمرجنسي روغتون رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه دوی ته درې ژوبل کسان ور وړل شوي.
وسلوالو طالبانو ویلي، دا کسان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، خو د هلمند ځایي چارواکو او د دفاع وزارت په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د هلمند مرکز لښکرګاه د بولان، بشران او باباجي په ګډون د دغه ولایت ناوه، نهرسراج او ګرشک ولسوالیو کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې جګړه روانه ده .
مرکزي بغلان کې هم جګړه روانه ده
په ورته وخت کې طالبان وايي، د افغانستان شمال ختیځ ته د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ ډېرې سیمې یې نیولې او تر دوو سوو حکومتي ځواکونه ورته تسلیم شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د حکومت ډېر زغره وال ګاډي وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
په بغلان کې ځايي سرچینو هم بي بي سي ته تایید کړې چې د مرکزي بغلان ځینې سیمې طالبانو نیولې دي، خو دفاع وزارت د طالبانو لاس ته د سیمو ورتلل ردوي او یوازې جګړه تاییدوي.
د بغلان والي محمد اکبر بارکزی وایي، سیمې تازه دمه کومانډو ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او ژر به یاد ولایت کې امنیتي وضعیت بدل شي.
نوموړی له تېرې شپې راهیسې پیل شوې جګړه کې د شل تنو طالب وسلوالو د وژل کېدو خبره هم کوي.
طالبانو پرون د بغلان یوه لرې پرته بورکه ولسوالي هم ونیوه.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یې ۶۳ وسلوال طالبان وژلي او ۲۹ نور یې ټپي کړي دي.
حکومت دا هم وايي چې وژل شویو کې د طالبانو څلور سرګروپان هم دي.
هرات کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت فارسي ولسوالۍ کې هم له دوو ورځو راهیسې له طالبانو سره په جګړه دي.
د افغانستان دفاع وزارت کندهار کې د ۳۶ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او د لښکرګاه-کندهار لارې د پرانیستو ادعا هم کوي.
وسلوالو طالبانو دغه لار په میوند ولسوالۍ کې له څو ورځو ر اهیسې بنده کړې وه.
د دهلې بند نیول
وسلوال طالبان وايي، د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یې پرون پر دهلې بند او ور څېرمه سیمه له جګړې پرته ولکه وکړه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دهله بند کې حکومت یواځې یوه پوسته درلوده او بېګا دا پوسته تللې او دا سیمه اوس ټوله د دوی لاس کې ده:
"د بند په هکله ډاډ ور کوو کلکه څارنه او ساتنه به یې کوو او که کار پرې کېده، کار ته به یې زیان نه رسېږي او لا به همکاري ور سره کېږي. "
خو ځايي چارواکو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
دهلې بند د کندهار له مرکز ۴۰ کیلومتره لرې شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۶۵ کاله وړاندې د امریکا په مالي لګښت جوړ شوی دی.
طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې دا سیمه کلابند کړې وه او د دې بند کارکوونکو ته یې ګواښ کړی و چې سیمې ته به نه ورځي.
که څه هم د کندهار ځايي چارواکو تر دې دمه د دې خبر پخلی نه دی کړی، خو څو ورځې وړاندې یې ویلي و چې وسلوالو طالبانو دهلې بند ته څېرمه پل پر بمونو الوځولی دی.
غزني کې تاوتریخوالی
په غزني کې د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي وايي، د دې ولسوالۍ نهه برجه، څلور برجه او ازاد سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې او په ترڅ کې یې د پوځ یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
نوموړی وايي، دې پېښه کې شپږ افغان ځواکونه او څلور وسلوال وژل شوي او درې وسلوال هم د مین اېښودو پر مهال پر خپل ماین وژل شوي دي.
له بلې خوا د غزني د ولایتي شورا یو غنی حسن رضا یوسفي وايي، د غزني ښار څنډه کې د ارزو په نوم سیمه کې د ملي اردو وروستی پوځکوټ یا بېز هم د طالبانو لاس ته ورغی.
نوموړی دې برخه کې مرکزي حکومت په بې پامۍ تورنوي، خو چارواکو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
ځايي خلک وايي ارزو د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وه او د طالبانو لاسته ورتللو سره اوس دا ډله نوره هم غزني ښار ته نږدې شوه.
وسلوالو طالبانو دې وروستیو کې پر بغلان او هرات سربېره کندهار، هلمند، غزني او نورو ولایتونو کې هم پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.
د کندهار ګاونډي هلمند کې له څو ورځو راهیسې د مرکز لښکرګاه په ګډون په څو ولسوالیو کې جګړه روانه ده چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.