طالبانو د کوچني اختر په ۳ ورځو کې د اوربند اعلان وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو اعلان کړی چې د راتلونکي کوچني اختر په ۳ ورځو کې به د دوی لخوا په ټول هېواد کې اوربند وي.
په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې راغلي، طالبان دې په دې ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي، خو که پر دوی برید وشو نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي.
په اعلامیه کې طالب وسلوالو ته سپارښتنه شوې چې "د دوښمن سیمو ته دې نه ورځي او د دوښمن افرادو ته دې هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته ورشي".
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دې اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې د طالبانو لخوا د اوربند اعلان په ورته ګام سره بدرګه کړی.
طالبان د درې ورځني اوربند اعلان په داسې حال کې کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.
په دې لړ کې په بغلان، هلمند، کندهار، هرات، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې سختې نښتې شوې دي.
په دې ترڅ کې طالبانو د ځینو ولسوالیو د نیولو خبره کړې، او افغان حکومت بیا ویلي چې ګڼو ولایتونو کې یې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو له دې اعلان یوازې څو ساعته وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، طالبان د جګړې له لارې هېڅکله هم خپلو اهدافو ته نشي رسېدلی.
امریکا، ناټو او د ملګرو ملتونو چارواکي هم وایي طالبانو د دوحې تړون پر ضد تاوتریخوالی نه دی کم کړی.
خو طالبان بیا تور لګولي چې امریکا د دوحې تړون کې پر ټاکل شوې نېټه له افغانستانه خپل پوځیان نه دي ایستلي او د دوی زرګونه بندیان هم لا نه دي خوشي شوي.
دغه ډله وایي، دا چاره په ښکاره ډول د دوحې له تړونه سرغړونه ده، او مسئولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
په ورته وخت کې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات هم له نږدې دوه میاشتو راهیسې په ټپه ولاړ دي.
همدا راز په د افغان سولې په اړه په استانبول کې ترسره کېدونکی کنفرانس هم، چې ټاکل شوې وه د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه شوی وای، ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله تر نامالومې نېټې وځنډول شو.











