د لوګر خونړي برید ته توند غبرګونونه څرګند شوي
افغان چارواکي وايي، د پلازمېنې څنګلوري ولایت لوګر کې یوې درنې چاودنې ملکي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ بي بي سي ته وویل، په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۶ او د ټپیانو تر ۱۰۰ اوښتي دي، چې وايي د پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي.
اروپايي ټولنې، د فرانسې او بریتانیا سفارتونو او په افغانستان کې یو شمېر بهرنیو استازولیو دغه برید غندلی دی.
د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزی وايي، پېښه کې یو شمېر وژل شوي کسان زدکوونکي چې د کانکور ازموینې لپاره په چمتو والي بوخت وو.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وسله وال طالبان د دې برید مسوول بلل شوي.
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي:
''جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده زموږ د بې ګناه هیوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي. ''
وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر ټویټر پاڼه لیکلي وو، له باروتو ډک موټر ته په داسې ځای کې چاودنه ورکړل شوې چې ''د ملکي خلکو کورونه او یو روغتون '' پکې موقعیت لري.
عیني شاهدان وايي، په چاودنه کې ځینې د ودانۍ ونړېدې او د لوګر مرکزي روغتون په ګډون یو شمېر ودانیو ته زیان واوښت.

د عکس سرچینه، EPA
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په روژه میاشت کې دا برید وحشیانه او بزدلانه بللی او غندلی دی.
نوموړي پر فېسبوک یوه خبرپاڼه کې پر طالبانو غو کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې اوربند وکړي، د سولې په برخه کې دې ښه نیت ښکاره کړي، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي چې دا ډول جنایتونو ته زمینه برابره نه شي.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني هم د لوګر برید او پکې د بې ګناه افغانانو وژل کېدل غندلي دي.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان دوښمنانو د مبارکې روژې میاشتې پر ماښام هم پر روژهتیانو زړه سوی نه دی کړی.
په افغانستان کې اروپايي ټولنې په روژه کې دا ډول بریدونه چې د زدکوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل کېږي وېروونکي بللي دي.

د عکس سرچینه، MOph
دوی د لوګر برید د ټول هېواد لپاره غمیزه بللې او ددغسې بریدونو د مخنیوي غوښتنه یې کړه ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې ''جګړې او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره طالبانو یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي. ''
کابل کې د بریتانیا سفارت په یوه پیغام کې ''د روژې په مبارکه میاشت کې د لوګر ننۍ بوږنونکې پېښه غندلې '' او ''د ملکي خلکو پر ضد '' یې د ''بې زړه سوي تاوتریخوالي '' درولو غوښتنه کړې.
بریتانیا سفارت د پېښې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د لوګر د برید په اړه غمشریکي ښودلې او دا برید غندلی دی.











