لوګر کې ۲۰ تښتول شوي ماین پاکان "روغ رمټ" خوشي شول

د عکس سرچینه، .
په لوګر کې افغان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۲۰ تښتول شوي ماین پاکان د پولیسو په هڅو او ځايي مخورو په منځګړتوب روغ رمټ خوشي شول.
د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علیزي بي بي سي ته وویل، تښتوونکو یوازې د ماین پاکانو موټر سوځولی دی.
د هغه په خبره، ممکن وسلوالو طالبانو دا کسان تښتولي وو.
دا ماین پاکان تېره ورځ(چهارشنبه) مازدیګر د پل علم ـ ګردیز پر لویه لاره په خضر بازار (سیمه) کې تښتول شوي او ماښام بیرته خوشي شوي دي.
ویل کیږي دغه ماین پاکان د یوې نادولتي موسسې کارکوونکي دي.
د لوګر د ولایتي شورا مشر سید قریب اغا بیا وایي، وسلوالو دغه ماین پاکان د برکي برک ولسوالۍ تر دوشنبې بازار پورې بیولي او بیرته یې خوشي کړي دي.
تراوسه کومې مخالفې ډلې د دغې تښتونې مسوولیت نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکونې چارو د همغږۍ مرکز وايي، په ۲۰۱۵ کال د افغانستان په ۳۵ امنیتي پېښو کې ۸ ماین پاکان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.








