غني: طالبان دې یوه لویه جرګه کې خپل دردونه او وړاندیزونه شریک کړي

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له جګړې نه سولې ته د لارنقشې لپاره یوې سیاسي هوکړې ته رسېدو، د سولې د یوه حکومت جوړېدو او یوه انتخابي حکومت جوړېدو ته اړتیا لري.
نوموړي دا څرګندونې د شمالي خلکو هغې غونډې ته په یوه ثبت شوې وینا کې وکړې، چې له جمهوري نظامه د ملاتړ په پار شمالي کې جوړه شوې وه.
هغه وویل، سوله ګرانې پرېکړې او قرباني غواړي: "موږ سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده، تل دا اوازې او تورونه وو، چې ولسمشر او مرستیالان چې په هر قېمت وي، خپله دوره بشپړه کړي، ټول ولس او نړۍ ته مو ثابته کړه چې موږ حاضر یو، خپله موده، چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره رالنډه کړو او غواړو چې ژر تر ژره د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې هر اړخیزې او عادلانه ټاکنې وشي".
ده وویل، د افغانستان ۴۲ کلنې جګړې په افغانانو کې تفرقه رامنځ ته کړې، چې په وینا یې اوس چې د تلپاتې سولې راتلو لپاره یو کمیابه فرصت راغلی، ددې وخت دی چې یو او بل ومنو او اختلافونه په مخامخ برو او بحث سره حل کړو:
ولسمشر غني وویل: "د یو بل منل ضروري دي، ځکه زه پر طالبانو ناره کوم، چې راشئ د افغانستان په یوه لویه جرګه کې ګډون وکړئ ، خپل دردونه او خپل وړاندیزونه د افغانستان له ولس سره شریک کړئ چې موږ ټول پوه شو یو او بل ته څه وایو او په دې جرګه کې د خدای جل جلاله په حضور کې یوه ژمنه وکړو چې بیا به هېڅکله ټوپک او تورې ته لاس نه اچوو او خپل اختلافات به د جرګې او مشورې له لارې حل کوو".
د روانې سولې د هڅو په تړاو، ولسمشر غني وویل، دی او اداره یې غواړي چې د سولې بهیر چې په هر قېمت وي باید بریالی شي، خو په وینا یې ټول کارونه به یې د اساسي قانون په چوکاټ کې وي.
امرالله صالح: د طالب بنديانو خوشي کولو تر "ټولو لويه تېروتنه" وه

د عکس سرچینه، RTA
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، چې غونډه کې حضور درلود، وویل تېره ورځ یې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه اجنډا کې پر ارزښتونو د توافق پر سر بحث وکړ.
نوموړي ادعا وکړه چې له طالبانو سره جګړه کې افغان حکومت هېڅ کومه سیمه له لاسه نه ده ورکړې، خو د سولې جوړېدونکي کنفرانس کې به ټینګار پر اصولو توافق وي.
خو د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیونونو ناستې ته د امنیتي چارواکو حضور کې د پارلمان ځینو وکیلانو د طالبانو لاس ته د ځینو شمالي ولایتونو د یوشمېر سیمو د لوېدو خبره وکړه.
امرالله صالح وویل، د ترکیې کنفرانس کې به د اوربند پر مسله هم ټینګار وشي، خو ده وویل د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کول تر "ټولو لویه تېروتنه" وه:
"زموږ تر ټولو یوه لویه تېروتنه د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کول وو، خو دا پرېکړه موږ له حکومت سره په مشوره په یوازې سر ونه کړه، لویه جرګه مو راوبلله او ورته ومو ویل چې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره له موږ د قربانۍ غوښتنه شوې ده. همدا وو چې د افغانستان خلکو یې د خوشي کولو پرېکړه وکړه".
ښاغلي صالح ادعا وکړه چې له دې خوشي شویو طالب بندیانو نژدې ۸۵ سلنه یې بېرته جګړې ته ستانه شوي دي، خو طالبانو لا تر اوسه د ښاغلي صالح ددې خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.










