ولسمشر غني د سولې لپاره خپله طرحه رسماً اعلان کړه؛ پر اساسي قانون، ټاکنو او لویې جرګې ټینګار

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه د سولې لپاره د خپلې طرحې د رسمي اعلان غونډه کې وویل، هېڅوک دې دا تمه نه کوي چې د افغانستان ولسمشر او د هغه مرستیالان به استعفا وکړي او یا به کومې شرموونکې معاملې ته سر ټیټ کړي.
ښاغلي غني وویل، که سوله په دې راځي چې اوسنی حکومت دې خپله موده پوره نه کړي نو دا شرط دوی ته د منلو دی.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې راتلونکی ولسمشر به یوازې د ټاکنو له لارې راځي او مشروعیت باید ولري.
ښاغلي غني وویل، که مخالفین یې نه غواړي چې دی دې په راتلونکو ټاکنو کې برخه ولري نو دی چمتو دی چې پکې نوماند نه شي، ځکه د ده په ټکو د نظام پایښت د افرادو له پایښته ډېر مهم دی.
خو افغان ولسمشر زیاته کړه چې د افغانستان وسلوالو او امنیتي ځواکونو د خپلو وینو په قربانۍ د جمهوري نظام ساتنه کړې، او د دوی قرباني به نه ضایع کېږي.
افغانستان کې روانې جګړې ته په اشارې ولسمشر غني وویل، دا جګړه جهاد نه دی، بلکې یو سیاسي جنګ دی او د نړۍ دیني عالمانو هم دا خبره تائید کړې ده.
پر اساسي قانون، ټاکنو او لویې جرګې ټینګار

د عکس سرچینه، Arg
ولسمشر غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا د افغانستان د اساسي قانون پر برلاسي او اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له اساسي قانون پرته دولت هېڅ مشروعیت او حیثیت نه لري.
نوموړي وویل، د سولې لپاره هره هغه طرحه چې د افغانستان اساسي قانون له پامه غورځوي، د جمهوریت له ارزښتونو سره په ټکر کې ده.
ښاغلي غني وویل، تر هغې چې ټاکنې کېږي او بیا د اساسي قانون پر تعدیل بحث کېږي، باید ټولې خبرې او پرېکړې د اوسني اساسي قانون په چوکاټ کې وشي.
هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان د ولسمشر د مشروعیت سرچینه یوازې د خلکو رایه کېدلای شي، او له همدې کبله یې پرېکړه کړې چې ټاکنې اړینې دي.
افغان ولسمشر همدا راز د لویې جرګې پر ترسره کېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، جرګه منطق لري او ستونزې پکې ژر حل کېږي.
هغه وویل، ''بهرنیان ځینې وخت د لویې جرګې پر اهمیت نه پوهېږي، خو افغانستان د جرګو وطن دی او لویه جرګه کې ولس په اعتدال سره راټولېږي. ''
ښاغلي غني وویل، ''لویه جرګه ځکه مهمه ده چې ګډونوال یې یو بل سره وپېژني او دوښمني په دوستۍ بدله شي. ''
"هغه طرحه چې د تشریح وړ نه وي، طرحه نه ده"

د عکس سرچینه، Arg
د سولې لپاره د خپلې د تشریح پر وخت افغان ولسمشر وویل، ټوله طرحه یې یوه پاڼه ده، او دا ځکه چې طرحه باید د تشریح او ارزولو وړ وي، که نه طرحه نه ده.
وروسته نوموړي 'مطلوب حالت ته رسېدل ' تر عنوان لاندې خپله د سولې طرحه وړاندې کړه.
د ولسمشر غني طرحه په دریو برخو وېشل شوې وه، چې لومړی یې سیاسي جوړجاړی، دویمه برخه یې د سولې حکومت او دریمه برخه یې د سولې اېجاد، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې وه.
ولسمشر غني وویل، د دې طرحې ټوله موخه یو ځانګړي هدف ته رسېدل دي، او هغه هدف یو خپلواکه، ولسواکه، متحد، بې طرف او متصل افغانستان دی.
نوموړي د خپلې طرحې په اړه نږدې یو نیم ساعت خبرې وکړې، خو په ټول کې یې پر ټاکنو، د اوربند لپاره پر سیمه ییزو او نړیوالو تضمینونو او عادلانه ثبات ته پر رسېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې لپاره د ده طرحه د یوه کس طرحه نه ده، بلکې د ولس خیر پکې دی، او که د امریکا متحده ایالات د ده له طرحې سره هوکړه وکړي نو لویه ګټه به وکړي.
نوموړي وویل، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته ورشي او یوه متحده طرحه به وویني.









