د مومیايي واکمنانو لېږد؛ د مصر لرغوني مومیايي واکمنان د قاهرې واټونو کې

تمه ده د مصر پلازمېنه قاهره کې ګڼ شمېر کسان د دې لپاره واټونو ته راووځي چې د دغه ښار له منځه د مصر د لرغونو واکمنانو د مومیایانو لېږد له نږدې وګوري.

په دې پرتمینه څو میلیون ډالري ننداره کې به د مصر د اتلسو لرغونو (فرعوني) واکمنانو او څلورو ملکو ۲۲ مومیايي شوي تابوتونه د مصر له نوي شفتالو رنګه کلاسیک موزیم څخه ۵ کیلو متره هاخوا خپله نوي ځای ته ولېږدول شي.

د دغو واکمنانو مومیایان به د دوی سلطنتي پښت او د مصر د ملي شتمنۍ په توګه د دوی له ارزښت سره سم په ټینګو امنیتي تدابیرو کې د مصر د تمدن نوي ملي موزیم ته ولېږدول شي.

د لرغونو مصري واکمنانو د لېږد دغو مراسمو ته د "زرین فراعنه پریډ" نوم ورکړ شوی.

دوی به د خپلې واکمنۍ د وخت د ترتیب له مخې د اوولسمې لړۍ د واکمن 'دویم سېقنېن رې تاعا' رانیولې تر 'نهم رامسېس' پورې چې له مېلاد ۱۲ پېړۍ وړاندې یې حکومت کاوه، په پوره شور او لېوالتیا ولېږدول شي.

مصر یو کال وړاندې د کوویډ-۱۹ وبا د چټکې خپرېدا شاهد و، خو د مثبتو پېښو او مړینو د شمېر له کمېدو وروسته پرانیستې فضا کې په غونډو او راټولېدو لګېدلی بندیز پورته شو.

د شنبې ورځې په دغو مراسمو کې به ډېر پام د نوي سلطنت په تر ټولو مشهور فرعون "دویم رامسېس" ورټول وي، چې ۶۷ کاله یې حکومت کړی او د سولې د لومړني پېژندل شوي تړون د لاسلیکولو له کبله مشهور دی.

بله پکې ملکه حتشیپسوټ یا تر ټولو اغلې مېرمن ده. د هغه پېر دود او دستور که څه هم دا نه و چې یوه ښځه دې فرعونه شي، خو هغه له دې سره سره واک ته ورسېده.

هر مومیايي به د یوه تزئین شوي موټر په وسیله چې ځانګړي مرستندویه جمپنونه ورته لګول شوي، داسې حال کې لېږدول کېږي چې د جنګي اس ګاډو په ګډون به یې یو موټرکېډ یا کاروان بدرګه کوي.

په داسې حال کې چې فرعونان اصلا د مومیايي کېدو د لرغونو تخنیکونو په وسیله ساتل شوي، خو هغوی اوس د لېږدېدو پر مهال د بهرنيو شرایطو پر وړاندې د خوندیتوب لپاره له نایتروجین په ډکو شویو ځانګړو تابوتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ارام سفر لپاره د دوی د نوي کور پر لور غځېدلې لارې او سړکونه هم له سره اوار شوي دي.

قاهره کې د امریکايي پوهنتون د مصر پېژندنې استاده سلیمه اکرام وايي: "د لرغونو توکو او ګرځندوی وزارت د دې د ډاډمنېدو لپاره خپله بشپړ وس کړی چې مومیایان ثبات، خوندي او د اقلیم له اړخه په کنټرول شوي چاپېریال کې ساتل شوي وي."

دغه مومیایان په ۱۸۸۱ او ۱۸۹۸ کال د مصر د لرغونې پلازمېنې تبس چې اوس په الاقصر مشهور دی، د ویجاړیو په دوو مقبرو کې موندل شوي وو.

اغلې اکرام وايي: "دوی وار له مخه قاهره او تر هغې وړاندې تبس کې د امنیتي ملحوظاتو له کبله له خپلو قبرونو بل ځای ته، څو ځله ځای پر ځای شوي دي."

د ګڼو لرغونو واکمنانو پاتې شوني له الاقصر څخه قاهرې ته په نیل سیند کې د بېړیو په وسیله او د ځینو نورو د اورګاډي په عالی خونو کې رالېږدول شوې دي.

دوی د مصر په مشهور موزیم کې ایښودل شوي وو چې د تېرې پېړۍ په لړ کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان د لیدو لپاره ورتلل.

د پاچاهانو دره

مصري چارواکي هیله من دي دا نوی موزیم به دغه هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته نوې ساه ورکړي.

دغه موزیم به روانه میاشت په بشپړ ډول پرانیستل شي.

د ګرځندوی صنعت مصر ته د بهرنیو پیسو د ورتګ اصلي او اساسي سرچینه ګڼل کېږي.

خو دا صنعت تېره لسیزه کې د سیاسي اړودوړ او په دې وروستیو کې د کورونا وبا له کبله سخت ځپل شوی دی.

ټاکل شوې د فرعونانو د لېږد مراسم د لرغوني مصر د لیدو مینه والو ته په ژوندۍ بڼه هم خپاره شي.

د دغو مراسمو بشپړ جزیات دمګړۍ د مومیایانو په شاهي تالار کې ځای پر ځای کېږي او د اپرېل له ۱۸مې به عام نندارې ته وړاندې شي.

دا تالار داسې ډیزاین شوی چې سیلانیانو ته د الاقصر د پاچاهانو دره کې د دوی د حضور احساس ورتجربه کوي.

په جلا ډول ټاکل شوې یو نوی ستر موزیم چې د مشهور توتانخامون ټولګې به پکې ساتل کېږي، راتلونکی کال ګیزه کې د مصر ستر اهرام ته نږدې پرانیستل شي.

د فرعونانو ښېرا

که څه هم دغو مراسمو ته د یوې سترې او تر یوه ځایه د تفریحي پېښې په نظر لیدل کېږي، خو له مصري مومیایانو سره له تاریخي اړخه ځینې خرافاتي کیسې هم ملې او تړلې دي.

په ۱۹۲۲ کال د انګلیس هوارډ کارټر لخوا د توتانخامون په موندل شوې قبر دا خبرداری لیکل شوی و چې که "هر څوک پاچا نارامه کړي، نو ژر به ورته مرګ را ورسېږي."

مصر په دې وروستیو کې د ځینو خونړیو پېښو د لړۍ شاهد هم و. په دې لړ کې همدا تېره اوونۍ د لوړ مصر سوهاګ کې د اورګاډي په یوه پېښه کې لسګونه کسان مړه شول او پلازمینه قاهره کې بیا د یوې ودانۍ په نړېدو کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

تر هغې وروسته په داسې حال کې چې د دغو مومیایانو لېږېدو ته چمتووالی په بشپړېدو و، سویز کانال د شاوخوا یوې اوونۍ لپاره د یوې سترې بار وړونکې بېړۍ د نښتلو له کبله وتړل شو.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دا پوښتنه راپورته کړې چې دا پېښې خو به د "فرعونانو د ښېرا" له کبله نه وي؟

بلخوا نندارې ته د مصر د دغو لرغونو مومیایانو د وړاندې کېدو اخلاق هم له اوږدې مودې راهیسې په ناندریز بحث اوښتي دي.

ګڼ شمېر مسلمان عالمان په دې باور دي چې مړو سره باید په درناوي چلن وشي او د عجایبو په توګو نندارې ته وړاندې نه شي.

په ۱۹۸۰ کال ولسمشر انور سادات مړو ته د درناوي موضوع په مطرح کولو سره د مصر موزیم کې د شاهي مومیایانو د خونې د تړل کېدو امر وکړ.

هغه غوښتل چې دا مومیایان دې بېرته خاورو ته وسپارل شي، خو خپلې دې هیلې ته ونه رسېد.